Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغان ځواکونو د طالبانو پر پټن‎ځای لومړنی کنټرولېدونکی بم کارولی

ملي دفاع وزارت د دې پخلی کوي چې د هېواد د پوځ هوایي ځواکونو، په فراه ولایت کې د طالبانو پر یوه مرکز کنټرولېدونکی بم کارولی.

د دفاع وزارت ویاند وایي دې برید کې د طالبانو ځینې قومندانان وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند زیاتوي د امریکا دفاع وزارت د رهبري شویو بمونو ټکنالوژي د افغانستان هوايي ځواک ته ورکړې ده.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، د افغان هوايي ځواک له خوا د رهبري شویو بمونو کارونه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې لوی ګام دی.

کله چې وسله‎وال طالبان د فراه ولایت په یو کلي کې راغونډ شوي  چې په دغه ولایت کې پر یوه امنیتي پوسته د برید تابیا ونیسي چې د افغان هوايي ځواکونو لخوا پرې لومړنی کنټرولېدونکی بم غورځول کېږي.

د هوايي ځواک دغه فراه ولایت کې هغه کور په دې بم سره په نښه کوي چې وسله‎وال طالبان په‎کې راټول دي.

ملي دفاع وزارت وایي، تازه دوی ته پنتاګون دغه پرمختللي وسایل په واک کې ورکړي دي چې په ډيری هوايي بریدونو کې به ترې ګټه واخلي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش څرګنده کړه:«دا په افغانستان کې یوه پرمختللې ټکنالوژي ده چې بم د پیلوټ په واسطه دننه له الوتکې څخه غورځول کېږي او موخې ته د رسېدو لپاره د پیلوټ له خوا کنټرولېږي.»

د ولسي جرګې ځینې غړي وايي چې د دغې ټکنالوژۍ څخه ګټنه اخیستنه له ترهګرۍ د مبارزې په کار کې به یو ستر ګام وي.

د ولسي جرګې غړی محي الدین منصف وویل:«زموږ غوښتنه دا ده چې له هرې وسیلې او امکان څخه کار واخلو ترڅو وکړای شو دښمن له منځه‎ یوسو او دا چې تراوسه د هوايي ځواکونو په واک داسې ټکنالوژي نه وه، اوس باید هوايي ځواکونه له دغه فرصته کار واخلي.»

ډېری په دې اند دي چې پرمختللو جنګي وسایلوته د افغان هوايي ځواکونو لاسرسی او په هوايي بریدونو کې دقت له ترهګرۍ سره د مبارزې نوی باب به پرانستل شي.

د ولسي جرګې غړی خلیل احمد شهید زاده وايي:« کله چې جګړه کوئ هرو مرو باید بریالي شئ او هیله لرو چې دغه ټکنالوژي وکړای شي زموږ ځواکونه بریالي کړي.»

بلخوا ملي دفاع وزارت وایي، ډیر زر به څلور ام آی ۲۴ ډوله الوتکې چې په هوایي بریدونو کې به ترې ګټه واخیستل شي د هند په مرسته له بلاورس څخه پیرل شوي دي او دا الوتکې به د افغان هوايي ځواکونو په واک کې ورکړل شي.

شریک یي کړئ