Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مانټیسکي: موږ دوحه کې د خبرو د ورکو پایلو په اړه اندېښمن یوو

په کابل کي د روسیې سفیر السنډر مانټیسکي وايي قطر کي د وسله‎والو طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د سولي له روانو خبرو ملاتړ کوي، خو د تړلو دروازو تر شا د یادو خبرو په اړه اندېښمن دی. 

په همدي حال کي طالبانو ته نږدي کسان د دغو خبرو اترو پټوالی مهم بولي او وايي چې دم‎ګړۍ طالب او امریکاييي استازي کابل کې د امریکا سفارت تعریف، د ترهګرۍ تعریف او له افغانستان سره د ناټو تړون د څرنګوالي په اړه په چنو وهلو بوخت دي. 

په داسې حال کې چې په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د افغانستان د سولې په اړه د سولې خبرې اولسمې ورځې ته داخلېږي، کابل کې د روسیې سفیر وايي، مسکو د قطر له خبرو ملاتړ کوي او په دې اړه یې له پاکستان سره هم خبرې کړې دي.

الکسانډر مانټیسکي وايي، دا خبرې باید رڼې وي او بالاخره افغانان دي چې په خپل هېواد کې به د تل پاتې سولې لپاره سره خبرې کوي.

ښاغلي مانټیسکي زیاته کړه:«موږ په دې خبرو کې د ورکو پایلو په اړه اندېښمن یوو. که له دې خبرو کومه هوکړه په لاس راځي، باید داسې پایله وي چې د ټولو افغانانو او همدا ډول د افغانستان د ګاونډیانو لپاره د منلو وي.»

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، د امریکا او طالبانو استازي اوس‌مهال له افغانستان د بهرنیو عسکرو د وتلو پر مهال‎وېش او تر خوا یې د ترهګرۍ لپاره د یوه تعریف په جوړولو بوخت دي.

د سیاسي چارو شنوونکی نظرمحمد مطمین په دې اړه وايي:«هغه جزییات چې د هغه په اړه بحث کېږي دا دي چې د امریکا له وتلو وروسته کابل کې د دغه هېواد سفارت څه کېږي او څه به وشي. د حکومت او امریکا ترمنځ د معاهدو پر برخلیک او همدارنګه د ترهګرۍ پر تعریف بحث کېږي.»

په همدې حال کې کابل کې د امریکا پخوانی سفیر جیمز ډابنز وايي، طالبان د سولې په اړه د خپلو افغان مخالفینو سره خبرو ته نه، بلکې د امریکايي عسکرو د وتلو په اړه خبرو ته لېوالتیا لري. دی زیاتوي، شاید د افغانانو ترمنځ خبرې درې کاله وخت ونیسي.

کابل کې د امریکا پخوانی سفیر جیمز ډابنز په ډاګه وايي:« د ځواکونو د بشپړ وتو پر مهال به، القاعده، داعش او نورې ترهګرې ډلې به د پښو ځای او ډېر وخت پیدا کړي څو د ستر بریدونه پلان کړي او په پای کې به امریکا اړه شي چې په ستونزمنو شرایطو کې د ترهګرۍ پر ضد عملیات ترسره کړي.

بلخوا د سولې عالي شورا ویاند سیداحسان طاهري وايي چې د دوحیې په غونډه کې به هېڅکله هوکړه ونه شي بلکې تفاهم به وشي.

ښاغلي طاهري زیاته کړه:«د قطر په غونډه کې تفاهم کېږي نه هوکړه، کله چې تفاهم وایوو په دې مانا ده چې هوکړې ته نږدې کېږو، خو تړون د معاهدې لاسلیک وشي او هغه هم د دولت په واسطه چې له طالبانو سره ګډه ناسته ولري په هغه کچه ترسره کېږي.»

بل لورته بیا ګوندونه او سیاسي جرییانونه د سولې خبرو لپاره د حکومت او ګوندونو د یو ګډو پلاوي د جوړېدو غوښتنه کوي.

د ګوندونو او سیاسي جرییانونو د کمېټې غړی اسدالله سعادتي په دې اړه څرګنده کړه:«تر هغې چې له طالبانو سره د ګوندونو د نظر او لیدلوري اختلاف باندې مذاکره ونه شي او موږ یوه بنسټیز تړون ته ونه رسېږو، اصلاً سولې ته رسېدای نه شو.»

خو ارګ وايي، له طالبانو سره د مرکچي پلاوي د ګومارنې لپاره لا هم مشورې روانې دي.

کابل کې د روسیې سفیر الکسانډر مانټیسکي وايي، دوحه کې د سولې خبرې باید رڼې وي او بالاخره افغانان دي چې په خپل هېواد کې به د تل پاتې سولې لپاره سره خبرې کوي.

شریک یي کړئ