Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

الکوزی؛ ملي یووالي حکومت افغانستان نړیوالو ته ناوړه انځور کړی

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند ابراهیم الکوزی، د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې زېږېدلی او غواړي چې د ولسمشرۍ څوکۍ ته د رسېدو لپاره خپل بخت وازمويي.

ښاغلی الکوزی وايي چې ملي یووالي حکومت نړیوالو ته د افغانستان ناسم انځور وړاندې کړی او هغه مسوولیت لري‎، څو ملي یووالی ټینګ او نړیوالۍ ټولنې ته د افغانستان یو ښه انځور وړاندې کړي.

هغه د سولې خبرو اترو پر هغه بهیر چې د زلمي خلیلزاد له خوا په مخ بیول کېږي نیوکه او ټینګار کوي چې د سولې په اړه هېڅ ډول پټ تړون نه مني او دا خبرې به د افغانانو ترمنځ وي.

ابراهیم الکوزی وايي، بېلابېلو قومونو ترې غوښتنه کړې چې ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماند کړي. او ده هم  د لسو ورځو په اوږدو کې ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوم‌لیکنې لپاره ځان چمتو کړی دی.

د ولسمشرۍ ټاکنو دا نوماند د ملي یووالي حکومت مشران خلکو ته په دوکه ورکولو تورنوي او زیاتوي، دوی خپلو شخصي ګټو ته کار کړی دی.

ولسمشر ټاکنو ته نوماند ابراهیم الکوزی وايي:«موږ ټاکنو ته ولاړ یوو او انشاالله د افغانستان ولسمشرۍ څوکۍ ته به د خپل خدای او ولس په مرسته ورسېږو. پیسې کومه مانا نه‎لري د افغانستان ولس پوه شوی او خپله ولس غواړي چې له دوی (د ملي یووالي حکومت له مشرانو) ځان خلاص کړي. ملي یووالي حکومت نړیوالۍ ټولنې ته د افغانستان ناوړه انځور وړاندې کړی دی. دا یو څو کورنۍ دي د ۵۰۰ په شاوخوا کې دي چې دوی د افغانستان دا معزز قومونه نړۍ ته څه ډول معرفي کړل.»

دی چې د الکوزي د قومي شورا ريیس دی، له دوه کلونو راهیسې یې په کندهار ولایت کې د سولې لپاره یوه اجماع جوړه کړې ده. 

الکوزی له طالبانو سره د سولې د روانو خبرو په اړه نیوکه کوي او وايي، د سولې په اړه له افغانانو پټې خبرې نه مني.

دی خپل ځان د ټولو افغانانو استازی ګڼي او تاکید کوي چې نړۍ ته به د یوه باعزته افغانستان تصویر وړاندې کړي.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه:«موږ په دنیا کې باید دا ډول حکومتونه جوړ نه کړو چې زموږ لومړی مرستیال او یا هم د ملي یووالي حکومت مشران یو مثال راوړم، چې دوی خپله دا دوره څه ډول تېره کړه.»

د ښاغلي الکوزي لومړی مرستیال سید سامع کیاني دی. هغه په روغتیايي برخه کې کار کړی او د زلمي رسول او عبدالله عبدالله سره په تېرو ټاکنو کې ملګری پاتې شوی دی. ښاغلی سامع د عامې روغتیا وزارت د مخکنۍ سرپرستې وزیرې نسرین اوریاخېل سلاکار هم و.

د ابراهیم الکوزي لومړی مرستیال سید سامع کیاني څرګنده کړه:«لس ورځې کېږي چې موږ پرېکړه وکړه چې ټاکنیزو سیالیو ته مټې راونغاړو، الکوزي صاحب اړیکه ونیوله، کور ته راغی او وې غوښتل چې ورسره همکاري ولرو او په ګډه یو ډله جوړه کړو.»

محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله، محمد حینف اتمر، رحمت الله نبیل، ګلبدین حکمتیار، زلمی رسول، احمد ولي مسعود، عبداللطیف پدرام، فرامرز تمنا، محمد شهاب حکیمي، نورالحق علومي، عنایت الله حفیظ، شیدا محمد ابدالي، نورالله جلیلي، نورالرحمان لېوال، محمد حکیم تورسن او غلام فاروق نجرابي او‌لس هغه نور نوماندان دي چې ولسمشرۍ ټاکنو لپاره یې ځانونه نوماند کړې دي.

د ولسمشرۍ ټاکنو دا نوماند د ملي یووالي حکومت مشران خلکو ته په دوکې ورکولو تورنوي او زیاتوي، دوی خپلو شخصي ګټو ته کار کړی دی.

شریک یي کړئ