وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی
افغانستان

اماراتو کې دافغان سولې په اړه د امریکايي چارواکو او طالبانو لیدنه

د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر یوځل بیا د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.

د دوشنبې په ورځ ځينو رسنیو رپوټ ورکړی چې امریکايي چارواکو او طالبانو د افغانستان د سولې بهیر په اړه عربي متحده اماراتو کې سره لیدلي دي.

بل پلو طالبانو هم د یوې خبرپاڼې پر بنسټ له امریکايي چارواکو سره د دغې ډلې د غړو د لیدنې پخلی کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‎زاد د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر شیخ عبدالله بن زاید ال نهیان سره لیدلي دي.

د اماراتو د بهرنیو چارو او نړیوالو همکاریو په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغې لیدنه کې دواړو خواوو د امریکا او اماراتو د دوستۍ او همکارۍ په اړه او همدارنګه د سیمه‎ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه بحث وکړ.

خبرپاڼه کاږي چې د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر یوځل بیا د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.

له دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان اعلان وکړ چې د دوشنبې په ورځ به د امریکا او طالبانو ترمنځ د کتنې زمینه برابره کړي، افغان حکومت د اسلام اباد د دغه کار ستاینه کوي او د پایلو په اړه یې هیله‎من ښکاري.

د بهرنیو چارو وزارت، د پاکستان د لومړي وزیر د څرګندونو په غبرګون کې وايي که‎چېرې دغه هېواد سبا طالبان له امریکايي چارواکو سره خبرو ته حاضر کړي، دا به د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان لومړنی عملي اقدام وي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پاکستان له دې کاره هرکلی کوي او د افغانستان د سولې په بهیر کې د اسلام اباد د همکاریو دوام غواړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«امریکا هم خپل فشارونه پرې راوړي تراوسه حداقل پایلو ته لاسرسۍ پیدا کړي. خو هیله لرو چې دا پایلې لویې شي.»

د ځینو رپوټونو پر بنسټ نن د افغانستان، پاکستان، عربستان او د عربي متحده اماراتو د ملي امنیت سلاکارانو په ابوظبۍ ښار کې د سولې په اړه خبرې اترې لرلې.

خو آیا په دې ناسته کې به د کوټې شورا غړي د امریکا له استازو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې او که په قطر کې د طالبانو استازي؟

د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زائري څرګنده کړه:«په دغو خبرو کې چې د امریکا او طالبانو ترمنخ ترسره کېږي، د طالبانو استازي به له قطره دا خبرې اترې مدیریت کړي.»

خو طالبانو ته یو شمېر نږدې سرچینې د دې ناستې ترسره کېدو ته دومره هیله‎من نه ښکاري.

سیاسي فعال نظر محمد مطمئن وايي:«له خلیل‎زاد سره د طالبانو خبرې اترې باید په قطر کې ترسره شي او که‎چېرې د پاکستان په ګډون کوم بل هېواد کې ترسره شي، زه فکر کوم چې مثبتې بایلې به ونه لري. ځکه چې د سولې بهیر به نور هم پېچلی کړي.»

د امریکا ولسمشر څو ورځې مخکې په یوه لیک کې د پاکستان له لومړي وزیره غوښتي وو چې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

له دې مخکې د افغانستان او امریکا حکومتونو په ځلونو له پاکستانه غوښتي چې طالبان خبرو ته حاضر کړي، خو وبه لیدل شي چې د دوشنبې په ورځ به په پاکستان کې د طالبانو د مرکچي پلاوي د جوړښت څرنګوالی د افغان حکومت او امریکا لپاره د منلو وړ وي که نه.

شریک یي کړئ