Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا او فرانسه کې د سولې کاروان په ملاتړ غونډې

د امریکا متحده ایالاتو په څو ایالاتو او د فرانسې په پاریس ښار کې افغانستان کې د سولې ټینګښت او د هلمند د سولې کاروان د غړو د هڅو په ملاتړ غونډې جوړې شوې.

په دې غونډو کې د مسلمانانو ترڅنګ، سیکانو، مسیحیانو، یهودانو او امریکا کې د سپټمبر یوولسمې نېټې د پېښې د قربانیانو د کورنیو غړو هم ګډون کړی دی.

د غونډو کډونوال افغانستان کې د جګړې د ښکېلو خواو غواړي چې اوربند اعلان او جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

دا غونډې د امریکا په نیویارک،بوستون، ماساچوست، بتسدا اومریلند ښارونو کې جوړې شوې دي.

د افغانو ښځو لپاره د ښځو بنسټ غړې، مسعوده سلطان وايي:«باور نشم کولی، نن شپه بیلابیل خلک دلته په نیویارک ښار کې سره راټول شوي دي او د افغانستان او امریکا لپاره چې هلته په جګړه کې ښکیله ده د سولې هیله کوي. موږ د اوربند او افغانستان کې د جګړې دایمي پای غواړو.»

د امریکا د پوځ متقاعد سرتېری، الیکس مک کوي څرګندوي:«نن افغانستان کې کابو څوارلس زره امریکايي سرتېري دي. د امریکا د پوځ متقاعد ډېری سرتېري په دې باور دي چې اوس مهال یې وخت دی تر څو له افغانستان نه سرتېري خپل هېواد ته راستانه شي.»

د سپمټبر یوولسمې نېټې د پېښې د کورنیو د غړو د قربانیانو د سوله ییز سبا بنسټ مشر، کولین کیلي وايي:«زموږ بنسټ د سپټمبر د یوولسمې نېټې د کورنیو لخوا جوړ شوی دی، هغه کسان چې باور لري افغانستان کې د امریکا جګړې دوام سره به یوازې کورنۍ زموږ په څې داغداره شي. موږ نه غواړو چې نور جګړې د بې ګناه کسانو ژوند واخلي.»

په امریکا او فرانسه کې د افغان سولې کاروان په ملاتړ د ناستو جوړېدو سره هم مهاله په کندهار او ننګرهار کې هم سولې کاروان لخوا غونډې جوړې شوې او ګډون والو یې د طالبانو او افغان ځواکونو لخوا د پوځي عملیاتو د درېدو غوښتنه وکړه.

PPM

شریک یي کړئ