Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا د افغانستان د سولې له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان وکړ

امریکايي چارواکي وايي چې د افغانستان د سولې په اړه د امریکا دریځ بدلون کړی او دغه هېواد د سولې له هغه بهیر څخه چې د افغانانو له خوا یې مشري کېږي ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي،له امریکا سره د طالبانو د مخامخ خبرو اترو د غوښتنې په ځواک کې وايي چې واشنګټن د افغانانو په مشرۍ او مالکیت سره  د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي.

جان کربي زیاتوي چې په افغانستان کې د ناورین د له منځه وړلو لپاره د سولې د خبرو اترو پر مېز د ښکېلو خواوو ناسته سمه کړنه ده.

د روانې زیږدیز میاشتې په لومړیو کې طالبانو غوښتي وو چې په نېغه توګه د امریکا له متحده ایالاتو سره خبرې اترې کوي او همدارنګه په قطر کې د دغې ډلې دفتر په رسمیت وپېژندل شي. او همدارنګه غوښتي یې وو چې د طالبانو د مشرانو نومونه له تور نوملړ څخه بهر شي.

شریک یي کړئ