Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا د افغانستان په سوله کې د پاکستان مرسته غواړي

امریکامتحده ایالاتونو یو وار بیا له پاکستان غوښتي چې د افغانستان سولې بهیر سره مرسته وکړي.

د سویلي او مرکزي آسیا په چارو کې د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، الیس وېلز د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره اسلام اباد کې پر همدې موضوع او د ترهګرو د ځپلو په اړه لیدلي دي.

اسلام اباد کې د امریکا سفارت د خبرپاڼې په حواله، مېرمن وېلز ټینګار کړی چې پاکستان باید د افغان جګړې په پای ته رسولو کې رول ولوبوي.

خبرپاڼه کې راغلي دي:«دواړو خواو پر ګډې موخې چې په سیمه کې سوله او ټیکاو دی ټینګار وکړ او د دې موخې اړوند ګامونو باندې خبرې وشوې. دواړو هم په هره برخه کې د همکاریو هوکړه وکړه.»

الیس وېلز تر لږ وړاندې کابل ته د سفر پر مهال ویلي وو، د سولې په لاره کې لوی خنډ هغو طالبانو اچولی دی چې له افغانستانه دباندې اوسي.

ویلز څرګنده کړې وه، اړتیا ده چې پاکستان پر طالبانو د سولې خبرو اترو ته د حاضریدو په موخه فشار راړي.

د پاکستاني رسنۍ، اکسپرس تربیون د راپور له مخې، مېرمن ویلز خبریالانو ته ویلي دي چې پاکستان باید د طالبانو پر وړاندې کلکه پرېکړه وکړي.
 
د سویلي او مرکزي آسیا په چارو کې د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله د افغانستان د جګړې پایته رسولو کې د پاکستان ونډه اغېزمنه بولي

شریک یي کړئ