Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا د چابهار بندر له بندیزونو معاف کړ

د امریکا متحده ایالاتونو بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان پر ایران لګېدلیو بندیزونو نه مستثنی دی.

دیاد وزارت یو ویاند ویلي د افغانستان لپاره به چابهار بندر کې پراختیايي کارونو ته هم اجازه ورکړل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، افغانستان کولی شي له چابهار نه تر خپلې خاورې اورګاډي پټلۍ تېره کړي او له دغه هېواده خوراکي توکي یا هم درمل وارد کړي.

پر ایران د امریکا متحده ایالاتونو اټومي بندیزونه دوه ورځې وړاندې تازه پیل شول او واشنګټن له  دې سره جوخت ګواښ کړی چې ایران به تر نورو سختو فشارونو لاندې هم ونیسي.

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا سیمه کې د کړکېچ رامنځته کوونکې ده او ان افغانستان کې القاعده ډله هم امریکا راپورته کړې وه.

له ایران سره د امریکا متحده ایالتونو د اټومي تړون له لغوې شپږ میاشتې وروسته دې هېواد پر ایران تازه بندیزونه ولګول.

امریکامتحده ایالتونو په لومړي پړاو کې پر ایران د پیسو د تبادلې، سرو زرو او موټرو د صنعت اړوند بندیزونه و خو تازه يو څه وړاندې تللی دی.

په دویم پړاو کې پر ایران د بیمه خدمتونو، بانکي راکړې ورکړې او نفتو په برخه کې بندیزونه دي، چې د نوومبر میاشتې له پنځمې ورځې سره هم‌مهاله پیل شول.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا «ډېر سخت» بندیزونه یاد کړي او پر پلي کېدلو يې ټينګار کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، افغانستان کولی شي له چابهار نه تر خپلې خاورې اورګاډي پټلۍ تېره کړي او له دغه هېواده خوراکي توکي یا هم درمل وارد کړي

شریک یي کړئ