Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا سږکال کابو ۶ زره بمونه د افغانستان پر خاوره غورځولي

د امریکا ملي پوځ په روان زیږدیز کال کې، افغانستان کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې دومره بمونه او مهمات استعمال کړي چې ساری یې په څه باندې یوې لسیزه کې نه دی لیدل شوی.

د امریکا د هوايي ځواکونو نوې شمېرې ښيي، چې د روان زیږدیز کال په لړ کې، دغو ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې ۵ زره او ۹۸۲ بمونه او نور مهمات کارولي دی.

هغه شمېرې چې په څه باندې ۱۰ کلونو کې د هغه ساری نه دی لیدل شوی.

امریکا افغانستان کې د طالبانو او بلواګرو په وړاندې له «اف ۱۶»او «اې سي ۱۳۰» جنګي الوتکو او بېلابېلو توغندیو کاراخیستی دی.

په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټر مپ، په افغانستان کې له اوسنۍ جګړې څخه په ننګه ویلي، که‎چېرې امریکايي ځواکونه افغانستان ته ولاړ نه شي، باید دننه په خپل هېواد کې وجنګېږي.

امریکې په افغانستان کې د طالبانو او نورو ډلو په وړاندې له «اف ۱۶» او «اې سي ۱۳۰» جنګي الوتکو او ځينو نورو توغندیو څخه کار اخیستی دی.

شریک یي کړئ