Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکې له حمدالله محب سره خپلې اړیکې پرې کړې

امريکا ویلي له دې وروسته به د افغان ولسمشر د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره هېڅ ډول اړېکې و نه ساتي. 

حمد الله محب په امریکا کي د زلمي خلیلزاد په اړه او دغه راز د امریکا او وسله‎والو طالبانو تر منځ د پټ خبرو اترو په اړه له توندو څرګندونو وروسته رویټرز خبري اژانس د څلورو امریکايی چارواکو له قوله ویلي چي امریکا له حمدالله محب سره خپلي اړېکي پرې کړې دي. او له دې وروسته به له نوموړي سره هېڅ ډول نږدېوالی و نه لري. 

یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ولسمشر غني سره په ټلېفوني خبرو کي نوموړي ته ویلي چي امریکا به له دې وروسته د افغان حکومت د ملي امنیت له سلاکار سره هېڅ ډول نږدېوالی و نه لري. 

یو امریکایی چارواکی وايي:«په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډېوېډ هیل له ولسمشر غني سره په تلېفوني اړیکه کې ویلي چې له دې وروسته به په واشنګټن کې له محب څخه هرکلی ونه شي.»

د ولسي جرګې غړې سیمین بارکزۍ بیا څرګندوي:«که‎چېرې یو افغان سیاستوال وغواړي نیوکه وکړي، ای کاش له هغه سره یي په شخصي توګه مطرحه کړې وای، نه په رسنیو کې.»

د افغان حکومت یو پخوانی چارواکی د حمدالله محب په وړاندې د واشنګټن دا خبرداری د ملي امنیت د سلاکار له دندې د ښاغلي محب د ګوښه کولو لپاره له ولسمشر غني څخه روښانه غوښتنه ګڼي.

د ولسي جرګې غړی فکوري بهشتي په دې اړه په ډاګه کړه:«د غیر مسوولانه څرګندونو په خاطر باید ټولې معاهدې او تړونونه چې افغانستان یې له نړیوالو همکارانو سره لري تر پوښتنې لاندې راوستل شي.»

د امریکا د کانګرس یو سلاکار د حمدالله محب په اړه پر ولسمشر غني د فشار راوړلو لامل دا ګڼي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا د کارکوونکو بودیجه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا ورکول کېږي.

خو د ملي امنیت شورا دفتر وايي دا بنسټ له مالي پلوه په ځان بسیا دی.

د ښاغلي محب دفتر نه غواړي په دې اړه له دې زیات څه ووايي.

که څه هم د حامد کرزي د ولسمشرۍ پرمهال له واشنګټن سره د کابل اړیکې له هسکو ټیټو سره مخامخ وې خو په تېرو پنځو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د ارګ او سپینې ماڼۍ ترمنځ اړیکې ترینګلې کېږي.

رویټرز خبري آژانس وايي د حمدالله محب لخوا له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د کابل د څنډې ته کولو لپاره په هڅو د زلمي خلیلزاد له تورنولو وروسته واشنګټن له ښاغلي محب سره خپل تماسونه بند کړي دي.

شریک یي کړئ