Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امنیتي او دفاعي چارواکو له بې وسۍ سر ټکولی

په غزني، ارزګان، فراه او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د وروستیو پېښو په تړاو په نږدې یوه اوونۍ کې دویم ځل امنیتي مسوولین ولسي جرګې ته غوښتل کېږي. 

د ملي دفاع وزارت وزیر طارق شاه‌ بهرامي د امکاناتو او ځواکونو له کمښته ګیله کوي او زیاتوي چې ګواښونه دومره لوړ شوي او ډېر شوي دي چې اوسني ځواکونه او امکانات ورته بسنه نه کوي. 

بهرامي وویل: «رښتیا خبره دا ده چې ګواښونه سخت لوړ دي، دې وطن ته توطيې لوړې دي، موجوده امنیتي او دفاعي بنسټونه او امکانات يې د دې ګواښونو مخنیوي ته کافي نه دي.»

د کورنیو چارو وزارت وزیر ویس احمد برمک هم ورته څرګندونې لري او زیاتوي چې وسله‌والو مخالفینو مو ملا ماتونې ته لستوڼي را بډوهلي دي. 

برمک وویل: «دښمن او د افغانستان د خلکو دښمانانو او د دوی ملاتړو وروستي پروګرامونه جوړ کړي چې زموږ ملا راماته کړي.»

برمک وړاندې زیاته کړه، چې ان د شپې تر وروستیو هم پر کار بوخت وي او په خبره يې ډېرو چېغو يې ستونی ور خراب کړی دی. 

د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه: «تر دوو دریو بجو له دفاع وزیر سره خبرې کوم، دا غږ مې چې خراب شوی، والله که جوړ شوی وي، دې ته زنګ ووهه، هغه قومندان ته زنګ ووهه، چې څنګه شو، بل قومندان د مرستې نارې وهي.»

خو د ولسي جرګې غړي د دوی دا څرګندونې نه مني او ځینو غړو خو لا ور یاده کړه چې نور باید له دندو لاس واخلئ. 

د ولسي جرګې غړي عبدالرحیم ایوبي وویل: «چې هره ورځ دوه سوه - درې سوه ځوانان شهیدانېږي، یتیمان يې په ښار کې خیراتونه غواړي او تاسې يې حتی جنازې ته نه‌شئ ور تللی، نو تر دې زیات تاسې ته ښايي چې پاتې شئ؟»

د دې جرګې بل غړي عبدالقیوم سجادي هم امنیتي او دفاعي چارواکي تورن کړل چې یوازې د دولتي ودانیو ساتنه خپل مسوولیت بولي. 

سجادي وویل: «د حکومت اساسي پلان او موخه یوازې له دولتي مرکزونو او ولسوالیو ساتنه ده، که داسې وي او حکومت د خلکو ساتنه خپله دنده نه بولي نو خلک باید قربانۍ ته ور ونه لېږي»

دا په داسې حال کې دی چې لا هم د غزني په مالستان او جاغوري ولسوالیو کې وضعیت ترینګلی دی او ځايي مسوولین د مرستې غږونه کوي. 

د مالستان ولسوالۍ ولسوال ضامن علي هدایت د ټلیفون پر کرښه طلوع‌نیوز ته وویل، خلکو او مسوولینو له دې ځایه پښې سپکې کړې او مخالف وسله‌والو له څلورو ورځو راهیسې ځان ځای پر ځای کړی دی. 

هغه وویل: «موږ دا غواړو چې ډېر ځواکونه راشي، په دې خاطر چې دښمن په څلورو ورځو کې په ټولو کورو کې ځای پر ځای شوی، د سیمې خلک او مسوولین له ساحې تښتېدلي دي.»

تېره ورځ (سه‌شنبه، د لړم ۲۲مه) هم له یادو دوو ولسوالیو ګڼې کورنۍ غزني ښارته را ورسېدلې. 

د جاغوري ولسوالۍ نه راغلې مېرمن نصیبه وايي: «لارې طالبانو نیولې وې، یو ساعت يې وځنډولو.»

د مالستان ولسوالۍ اوسېدونکی محمد عیسی چې غزني ښار ته راغلی وايي طالبان د ولسوالۍ بازار ته څېرمه را رسېدلي و. 

هغه وايي: «تېره شپه طالبان د ولسوالۍ بازار ته نږدې رسېدلي و، چې زوړ بازار يې بولي، همالته را رسېدلي و.»

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکی عبدالقادر د لارې د سختیو کیسه کوي: «ماشومان زیان شول، د لارې منځ کې زیان شو، وروسته لاړل بل ځای ته، وايي که پر دې حال لاړ شو، په لار کې تلف کېږو.»

که څه هم ځايي او مرکزي چارواکو پرلپسې یادو سیمو ته د ځواکونو د لېږلو خبر ورکړی دی، خو په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازې شاه ګل رضايي وايي طالبانو د محاصرې کړۍ تنګه کړې ده او د جګړې پر ډګر له ځواکونو هیڅ کار نه دی اخیستل شوی. 

هغې زیاته کړه: «جاغوري ولسوالۍ ته د لېږل شویو ځواکونو له ادرسه د جګړې په ډګر کې هیڅ اقدام نه دی شوی، په مالستان کې هم، متاسفانه طالبانو د محاصرې کړۍ لا تنګه کړې ده.»

د دفاع وزارت هم په یادو ولسوالیو او ورسره څېرمه ولایتونو کې شخړې مني، طارق شاه بهرامي وايي: «په مالستان، جاغوري، اندړ، قره باغ، د میدان وردګ او زابل په لوري پر لویه لار امنیتي ستونزې شته.»

د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي طالبانو له دوو اوونیو راهیسې ډېر تمرکز پر مالستان او جاغوري کړی خو په خبره يې نورې سیمې هم له ګواښونو خالي نه دي. 

هغه طلوع‌نیوز ته وویل: «له دوو اونیو راهیسې، د مخالفینو تحرکات پر مالستان او جاغوري متمرکز دي، په نورو سیمو کې که څه هم د مخالفینو تحرکات نه دي لیدل شوي، خو ګواښونه لا پر ځای پاتې دي.»

په هېواد کې د وروستیو نا امنیو په تېره بیا خاص ارزګان، مالستان او جاغوري کې د جګړې له امله وړمه ورځ (دوشنبه، د لړم ۲۱مه) پلازمېنه کابل کې هم لاریون وشو، چې ګډونوالو يې د امنیت او کرارۍ غوښتنه کوله. 

په دې لاریونو کې چې ګڼو مېرمنو هم برخه اخیستې وه، د  فیروزې په نوم یوې مېرمنې پر خلکو د بیدارۍ غږ وکړ: «کندز مو په څه حال شو؟ غزني مو په څه حال شو؟ ارزګان مو په څه حال شو؟ او وروره بیدار شئ!»

صابره یوه بله لاریونواله ده، هغه وايي: «موږ له اشرف غني یوه مرسته غواړو، ټول خلک شهیدان شول، ناوې ته تللی نه شي.»

مهدي راسخ هم ورته اندېښنه لري: «خلک چېرته نه شي تللی، کوشش کوي چې په ولسوالۍ کې خوندي ځای پیدا کړي.»

دې لاریونوالو ته په ژمنه کې ولسمشر غني وویل، چې حالات به ډېر ژر تر کنټرول لاندې راشي: «نن سهار مې شخصاً لوی درستیز ته هدایت وکړ، چې غزني ته تشریف یوسي او د جګړې قومنده نېغه پر غاړه واخلي او د ۲۰۱ قول اردو کمانډو ځواکونه مالستان ته په تلو دي.»

امنیتي چارواکي په داسې حال کې د بې وسۍ اظهار کوي، چې تېره ورځ ولسمشر غني هم د امنیتي ځواکونو لوړ تلفات اندېښمنوونکي وګڼل او ويې ویل چې تېرو څلورو کلونو کې نږدې نهه ویشت زره ځواکونه تلف شوي دي. 
 
شریک یي کړئ