Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امنیتي ځواکونه د فاریاب په دوه ولسوالیو کې کلابند دي

په فاریب ولایت کې د جګړې له زور اخیستو وروسته، د دغه ولایت ځينې اوسېدونکي وايي، چې د دغو نښتو لمن اوس د میمنې ښار ته نېږدې شوي دي.

د هغوی په وینا، د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو په لسګونه سرتېري د دغه ولایت په شیرین تګاب او خواجه سبزپوش ولسوالیو کې د طالبانو په کلابندۍ کې دي.

له دې سره جوخت د فاریاب ولایتي شورا غړو، سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنې فعالانو په دغه ولایت کې د ناامنیو د زیاتېدو په تړاو له امنیتي مسوولانو سره ناسته وکړه ده.

په دغه ناسته کې نیوکې وشوې چې ولې دولتي ځواکونه او ولسي پاڅونوال لا هم د وسله‎والو په کلابندۍ کې پرېښودل شوي؟ ان جنرال دوستم ته نېږدې یو قومندان په دې اړه د فاریاب امنیتي مسوولانو ته ګواښ هم وکړ.

جنرال دوستم ته نېږدې قومندان نظام الدین قیصاري په دې اړه وویل:«که‎چېرې یو یې هم مړ شي تاسې ټول زه په خپله وژنم. که مې ونه وژلئ زه به مې د پلار زوی نه یم! که‎چېرې شیرین‎تګاب نن وپرځېږي که ما ستاسو لاسونه ونه تړل، واوره ولسمشره، واوره د کورنیو چارو وزیره او نورو مشرانو.!»

د فاریاب امنیتي وضعیت نه یوازې خلک بلکې د شاهین ۲۰۹ قول اردو د لومړۍ لوا قومندان هم اندېښمن کړی دی.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د لوا قومندان جنرال مومن اندړ په دې اړه څرګنده کړه:«د شرین‎تګاب او خواجه سبزپوش وضعیت فوق العاده خراب دی، موږ د کمانډو د یوه ټولي غوښتنه کړې ده.»

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش په ډاګه کړه:«په فاریاب ولایت کې قطعې ښې اکمال شوي او هلته اضافي ځواکونه هم تللي حتا په شیرین تګاب او خواجه سبزپوش کې هم په ښه بڼه دفاع شوې ده.»

د فاریاب استازي وايي، که حکومت ژر تر ژره فاریاب کې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره لاس په کار نه شي، دا ولایت به لا زیات ناامنه شي.

جنرال دوستم ته یوه نېږدې څېره او د ولسي پاڅون کوونکو یو قومندان وایي که هغه سرتېري یې چې په کلابندۍ کې دي ووژل شي نو نوموړی به په فاریاب ولایت کې د پولیسو او ملي پوځ ځایي چارواکي ووژني.

شریک یي کړئ