Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امنیتي چارواکي: د طالبانو جنګي ماشین د منځه تلو په حال کې دی

د هېواد په سوېل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان، تورنجنرال دادان لونګ وايي د طالبانو د جګړې ماشین د له منځه تلو په حال کې دی.

نوموړي چې د پکتیکا په خیرکوټ ولسوالۍ کې د سیمه ییزې اردو د سرتېرو د فارغت غونډه کې خبرې کولې وايي د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو پوځي عملیات زیات شوي دي.

ښاغلی لونګ وړاندې وايي:«د دښمن جنګي ماشین له کاره لوېدلی دی. اکثریت مشران یې د جګړې له لیکو وتلي دي. اوس اړینه ده چې موږ یې تعقیب کړو او زیرمې او پټنځایونه یې له منځه یوسو.»

په همدې حال کې پکتیکا ولایت کې افغان سرتېري درنې وسلې غواړي، دوی چې تازه د څلور میاشتنیو نظامي زده ګړو څخه فارغ شوي دي وايي د ولس او خاورې د ساتلو لپاره هرې قربانۍ چمتو دي، درنې وسلې یې یوه اړتیا ده.

سرتېری، غزني خان وايي:«وسلې، موټرو، الوتکو ته اړتیا لرو، نور چې د هېواد په هره برخه کې وي، خدمت ته چمتو یوو.»

د پکتیکا د سیمه ییزې اردو قومندان وايي دغه تازه دمې سرتیري به د دې ولایت په ناامنو سیمو کې ځای پر ځای شي او د ملي اردو سرتیرو ورته امکاناتو باندې به سمبالیږي.

د پکتیکا د سیمه ایزې اردو قومندان، ډګرمن نصیب الله حمیدي و ايي:«د پکتیا په کچه اوو ټولنې جوړ شوي دي، نن فراغت یې وو او ټول امتیازات به یې د ملي اردو په څېر وي.»

پکتیکا اوسیدوونکی، خورشید ګټوازی زیاتوي:«سرتېري ښه تجهیز کړی او ښه یې سمبال کړئ، تر څو بیا موږ زیات تلفات ونلرو.»

ټوله پکتیکا کې به سیمه ایزې اردو په چوکاټ کې به ۸۰۰ سرتریري فعالیت پیل کړي چې د مسوولینو پر وینا تمه کیږي له دې سره به د پکتیکا ولایت امنیتي وضعیت کې بدلون راشي .

د یادونې وړ ده د پکتیکا ولایت شمالي او سویلي وزیرستان ترڅنګ د پاکستان پلوچستان ایالات سره اوږده پوله لري چې د مسوولینو پر وینا یادو سیمو کې د افغانستان مخالف وسلوال په کې فعال مرکزونه لري.

د سیمه‎ییزې اردو سرتېري د سیمو د امنیت ساتلو او د وسله‎والو پر وړاندې د جګړې لپاره د نورو امکاناتو ترڅنګ د درنو وسلو غوښتنه کوي

شریک یي کړئ