Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

انجلینا جولي د افغان سولې په بهیر کې د ښځو د ګډون غوښتونکه کوي

د هالیووډ مشهوره سینمايي ادا کاره او د کډوالو د حقونو په برخه کې فعاله انجلینا جولي د افغان سولې په بهیر کې د ښځو د ګډون غوښتونکې شوه.

هغې د جمعې په ورځ(د وري په ۹ مه) د ملګرو ملتونو سازمان عمومي غونډه کې په خپله وینا کې وویل که‎چېرې د ښځو حقونه په پام کې ونه‎ نیول شي او هغه کسان چې د ښځو په وړاندې جنایت کوي، خوندي وي، افغانستان ته به هېڅ سوله او ټیکاو رانه شي.

هغې ویلي:«په دې وروستیو کې افغانستان کې په زرګونه ښځې په عامه ځایونو کې سره راغونډې شوې او خپل ژوند یې په خطر کې اچولی، څو د سولې په خبرو اترو کې خپل او د خپلو اولادونو حقونو په اړه ډاډ ترلاسه کړي، چې هغوی تراوسه د مذاکراتو جز نه دي.»

هغې د ښځو د حقونو او همدارنګه د بشري حقونو په برخه کې پر فعالانو بریدونه هم د اندېښنې وړ بللي دي.

له افغان حکومت سره د سولې مېز ته د طالبانو د راکاږلو او له دې ډلې سره د هوکړه لیک لاسلیک لپاره د امریکې له هڅو سره جوخت کابل کې د دغه هېواد سفیر وايي چې له ښکېلو لورو د سولې په دغه هوکړه‎لیک کې تضمین واخیستل شي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس مزار کې له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي د طالبانو د اصلي مقصد لپاره د خلکو شکونه د درک وړ دي او د دې په اړه چې ښکېل لوري، د سولې په هوکړه کې پر خپلو وعدو ژمن پاتې شي، اړتیا ده چې ضمانت کوونکي له دغو ژمنو تضمین واخلي او بې پرې څارونکي له هغه څارنه وکړي.

د امریکا دا لوړپوړی ډیپلوماټ، د افغانستان له حکومت او سیاستوالو غواړي چې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره یو ټول شموله پلاوی جوړ کړي.

مېرمن جولي د ښځو د حقونو او همدارنګه د بشري حقونو په برخه کې پر فعالانو بریدونه د اندېښنې وړ بللي دي.

شریک یي کړئ