دهرات ولایت دکرنې اوبه لګونې او مالدارۍ ریاست وایي چې روانو اورښتونو ته په کتو، هیله ده چې راتلونکي کال کې به د وچکالیو پای وی.
ورته مهال هغه یوشمېر هراتیان چې د ملګرو ملتونو سازمان د خوراک اوکرنې له برخې یې مرستې ترلاسه کړي دغه مرستې مهمې بولي.
دا په داسي حال کې ده چې دغې سازمان په دې ورستیو کې له دو زرو زیاتو کورنیو ته په هرات ولایت ته یوشمیر مرستې ویشلي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوراکي او کرنیز سازمان لهخوا په هرات کې د نېږدې ۱۲۰۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو سره کرنیزې او د دوی د څارویو لپاره د خوراکي توکو مرستې شوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوراکي او کرنیز سازمان رییس، راجندرا اریال څرګندوي:« دا یو کوچنی ملاتړ دی، موږ هیلهمند یوو چې له تاسې سره به په دې سخت ژمي کې مرسته وکړي چې لږ تر لږه خپل څاروي وساتئ.»
په هرات کې بیا بزګران او مالداران وايي، تېر کال د باران او واورې د کم اورښت له کبله، اوبه د دوی فصلونو ته و نه رسېدې او کښتونه یې نابود شول.
بزګر، عبدالظاهر وايي:«د وچکالیو له کبله کښت له منځه ولاړ، باغونه او هرڅه له منځه ولاړ، وچکالیو د ټولو په زیان وه.»
بزګر، عبدالقیوم زیاتوي:«وچکالیو ډېر زیان واړوو، مالدارو که سل پسونه درلودل، نو ورته یوازې پنځوس پاتې شول، کښتونه له منځته ولاړل.»
د هرات د کرنې، اوبه لګونې او مالدارۍ ریاست بیا وايي، تېر کال د سختې وچکالۍ له کبله ډېری فصلونه وچ شول او کرنې لهمنځه تللي. خو له دې سره سره بیا سږ کال اورښتونو بزګران هیلهمند کړي.
د هرات د کرنې، اوبه لګونې او مالدارۍ ريیس، عبدالصبور رحماني وايي:«له نیکه مرغه چې سږ کال به یو ښه کال په مخکې ولرو، په ځانګړې توګه د هرات پاسنیو ولسوالیو کې چې تېره شپه په کې بارانونه وشول، او دا ښکاره کوی چې سږ کال به پر غونډیو څړځایونه راشنه شي.»
د تېر کال وچکالۍ د هېواد په لویدیځه حوزه کې ډېری خلک زیانمن کړي.
زرګونه کورنیو د همدې وچکالۍ له کبله خپل کورونه پرېښي او اوس د خېمو لاندې ژوند کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوراکي او کرنیز سازمان له قوله، تر اوسه په لویدیځه برخه کې له هغو ۸۴ زره کورنیو سره چې وچکالۍ ځپلي، دوی مرسته کړي.