Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'ایا د طالبانو په افکارو او عمل کې بدلون راغلی؟'

په دوحه کې د افغان سیاستوالانو، مدني فعالینو، خبریالانو، مېرمنو او حکومتي چارواکو او طالبانو ترمنځ له خبرو سره په یو وخت دا پوښتنه مطرح کېږي چې ایا د طالبانو په افکارو او عمل کې بدلون لیدل کېږي که نه؟

ځينې سیاستوال د طالبانو د ذهنیت بدلون ته خوشبینه دي.

هغوی وايي چې طالبان په وینا کې، بیان ازادۍ، رسنیو، بشري حقونو، د ښځو کار او زده کړو او نورو بشري حقونو ته باورمن شوي؛ خو د طالبانو په عمل او کړنه کې بدلون نه لیدل کېږي.

د دوحې ناستې برخواله انارکلي هنریار وايي:«دا په خپله د دې ښودنه کوي کله چې طابان په یوه مېز له ښځو سره ناست او خبرې کوي، په ځانګړې توګه دا چې د خپل رژیم په وخت کې د بهر وتلو حق یې نه درلود او له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ وو خو نن دا په خپله یو ستر بدلون دی چې طالبان مخامخ کېني او خبرې کوي خو دا به وخت ثابته کړي چې په عمل کې به څه وکړي.»

د دوحې ناستې بله برخواله شاه ګل رضایي هم وویل:«زه په دې باور یم د دې په اړه قضاوت چې د طالبانو په ذهنیت کې جدي بدلون راغلی یا نه وخت ته اړتیا لرو. له بده مرغه په غزني کې وروستۍ پېښې وښوده چې لاهم ډېرې ستونزې شته، د غزني وروستۍ پېښه د دې ښودنه کوي چې د ملکي خلکو د ځان خوندیتوب په هکله د طالبانو په افکارو کې جدي بدلون نه دی راغلی خو بیا هم په نورو بنسټیزو موضوعګانو کې وخت ته اړتیا ده، څو د طالبانو په اړه وروستی قضاوت ولرو.»

طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال په کابل او د هېواد په نورو برخو کې د رسنیو د فعالیت، د بیان ازادۍ او د ښځو د زده کړو مخه نیولې وه خو اوس وايي ښځې کار او زده کړې کولای شي او د رسنیو له فعالیت سره هم موافق دي.

په دوحه کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین څرګنده کړه:«د اسلامي اصولو په چوکاټ کې موږ د بیان ازادۍ او مطبوعاتو ته ژمن یوو او غواړو یې ځکه چې ټولنې ته ضروري دي او مطبوعات د ټولنې نبض د یوه حکیم په توګه ګوري او ورته حل لاره وړاندیز کوي، خو د بیان ازادۍ کې باید اعتقاد تعمیري وي، د ټولنې د جوړونې لپاره وي نه د اشخاصو او ټولنې د ویجاړولو لپاره او ښځې هم د اسلامي اصولو په مطابق د کار او تعلیم حق لري او رسنۍ باید بې پرې وي.»

د دوحې ناستې ګډون کوونکی انوارالحق احدي وايي:«خدای دې وکړي چې د اسلام په تاریخ کې هغه حقونه چې ښځو ته ورکړل شوي په ځانګړې توګه د بیان ازادۍ په برخه کې د قانون په یوه چوکاټ کې راشي او دا هغه موضوعګانې دي چې په مذاکراتو کې به پرې بحث وشي.»

خو د ملي شورا یو شمېر غړي او سیاستوالان په دې باور دي چې له هېواده بهر ناستو کې د طالبانو ګډون یوازې د سیاسي امتیاز اخیستو په موخه دي او د دوی په کړنو کې هېڅ بدلونه نه دی راغلی.

له بلخوا یو شمېر هېوادوال وایي تمه لري چې طالبان او حکومت هوکړې ته ورسېږي او د سولې د ټینګښت لپاره د خبرو لاره غوره کړي.

د دوحې غونډې ګډونوال وايي چې طالبان په وینا کې، بیان ازادۍ، رسنیو، بشري حقونو، د ښځو کار او زده کړو او نورو بشري حقونو ته باورمن شوي؛ خو د طالبانو په عمل او کړنه کې بدلون نه لیدل کېږي.

شریک یي کړئ