Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران ته د طالبانو د څلور کس‎ییزه پلاوي سفر

د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال، ملا عبدالسلام حنفي په مشرۍ د یادې ډلې څلور کس‎ییزه پلاوی تهران ته تللی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین وايي یاد پلاوي تېره ورځ(دوشنبې د وږي په ۲۵مه نېټه) په تهران کې له ایراني چارواکو سره د سولې د وروستیو پرمختګونو په تړاو خبرې کړې دي.

ده همداراز زیاته کړې ده چې د طالبانو د پلاوي او ایراني چارواکو ترمنځ په افغانستان کې د ایراني پروژو د پرمختګ او همداراز د خونديتوب په اړه هم خبرې شوې دي.

سهیل شاهین زیاته کړې ده چې طالبان په افغانستان کې د امنیت تامین په موخه د ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو ونډه ستايي.

وروسته له دې چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې ودرول شوې، د طالبانو یوه پلاوي له روسي چارواکو سره هم لیدنه کړې ده.

د روسیې "ټاس" خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د طالبانو یو پلاوی مسکو ته تللی دی.

دغه خبري اژانس، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند سهیل شاهین پر حواله ویلي چې دا پلاوی د جمعې په ورځ (د وږي په ۲۲مه) مسکو ته رسېدلی او د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدلي دي.

دا سفر یوازې څو ورځې وروسته د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو له درېدو وروسته ترسره شو.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند تهران ته د طالبانو د سفر موخه له ایراني چارواکو سره د سولې د خبرو وروستیو پرمختګونو په تړاو خبرې بولي

شریک یي کړئ