اجرائيه رئیس، عبدالله عبدالله تېره ورځ(دوشنبې د غبرګولي۲۸مه) ایټالیا ته ولاړ او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر، انزو موفیرو میلانسي سره یې لیدلي دي.
په دې لیدنه کې ښاغلي میلانسي افغانستان کې د خپل شتون او همداراز د هېواد څخه د خپل ملاتړ په اړه ډاډ ورکړی دی.
ده همداراز د دواړو هېوادونو اړیکې ښې او پر ګډو ګټو ولاړې بللې او د ګډو همکاریو یې خبر ورکړی دی.
اجرائيه رئيس هم افغانستان کې د ایټالیا د رغنیزه ونډه ستایلې ده او هیله څرګندوي چې د افغانستان لپاره د دې هېواد همکارۍ دوام ولري.
ښاغلي عبدالله د خپلو خبرو په بله برخه کې د پارلماني او ولایتي شوراګانو ټاکنو په اړه ویلي دي چې حکومت رڼو او بااعتباره ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی.
په همدې حال کې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې هېواد یې د ناټو په چوکاټ کې افغانستان کې پاتې کېږي، د نوموړي په خبره منځني ختیځ او د آسیا سویل کې سوله او ټیکاو ایټالیا ته ډېره مهمه ده.
میلانسي ټینګار کوي چې سوله او ټیکاو په سیمه کې کولی شي چې د سوداګرۍ او اقتصادي پیاوړتیا لامل شي.
ده هم په افغانستان کې د رڼو ټاکنو ملاتړ څرګند کړی او اوربند په اړه یې ویلي دي چې هیله ده دا اوربند د سولې لامل شي.
میلانسي وړاندې ویلي دي چې هېواد یې لرغونو اثارو د ساتنې به برخه کې د تجربې درلودو ته په کتو سره کولی شي چې افغانستان فرهنګي او تاریخي توکو ساتنه کې هم همکاري وکړي.
په دې اړه مو اندونه