د بادغیس ولایت امنیه قومندان، جنرال احمد فهیم قایم امنیتي ځواکونو لخوا وسلهوالو مخالفینو ته د مرمیو له پلور څخه اندېښنه لري.
دی وايي:«د پولیسو مرمۍ مه پلورۍ هر هغه سرتېری چې مرمۍ پلوري باید پوه شي چې خپل ځان او کورنۍ پلوري او هر سرتېري او منصبدار چې دښمن ته مرمۍ پلوري، هغه سره به قانوني چلند وشي.»
د دې ولایت امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې طالبان په ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي، تر ډېره د افغان ځواکونو امکاناتو باندې سمبال دي.
په همدې حال کې د بادغیس ولایت امنیتي چارواکي طالبانو ته خبرداری ورکوي چې په دې ولایت کې د بېرحمه وژنو په بدل کې به ووژل شي.
د یاد ولایت نوی امنیه قومندان، جنرال احمد فهیم قایم په قادس ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ته سپارښتنه کړې، پر مخالفو وسلهوالو چې پر خلکو او سرتېرو رحم نه کوي، رحم دې نه کوي.
نوموړي په دې اړه وویل:«تر اوسه ښايي موږ ستونزې درلودې، زه وایم دوی(ترهګر) ووژنئ. که یوه مرمۍ ووشتۍ، تاسو یې لس وولی.»
د دې ولایت امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې طالبان په ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي، تر ډېره د افغان ځواکونو امکاناتو باندې سمبال دي.
د بادغیس امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، دا ولایت د هېواد په لویدیځ زون کې له نا امنو ولایتونو دی او په دې وروستیو کې د مشرۍ په کچه بدلونونه لامل شوي امنیتي حالات ښه شي او د ترهګرو پر وړاندې ګډ ځمکني او هوايي پوځي عملیات ترسره کېږي.