په بادغیس ولایت کې د ۳۹ طالب وسله والو له وژل کېدو خبر ورکړل شو.
یاد ولایت کې امنیتي چارواکي وايي د ګډو ځواکونو په ځمکني او هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۹ طالبان وژل شوي دي
دا عملیات چې له وسله والو د بادغیس ولایت د نوې کلا ولسوالۍ د پاکولو په موخه ترسره شوي، افغان ځانګړو ځواکونو په کې ونډه اخیستې وه.
چارواکي وايي د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو یو شمېر وسلې او مهمات له منځه تللي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.