Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بدخشان کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو دوام

د بدخشان په زیباک ولسوالۍ له حکومتي ځواکونو سره د طالبانو سختې نښتې روانې دي.

ځايي چارواکي وايي، سلګونه طالبانو درې ورځې کېږي چې پر دغه ولسوالۍ له څو لوریو بریدونه پیل کړي دي.

د بدخشان ولایتي شورا هم وايي، چې دا ولسوالي طالبانو کلابنده کړې او که‎چېرې تازه دمي سرتېري ور وانه ستول شي، زیباک به د طالبانو لاسته ولوېږي.

طالبانو له درېیو ورځو راهیسې د بدخشان پر زیباک او ارغنجخواه ولسوالیو بریدونه پيل کړي دي.

د بدخشان ولایتي شورا وايي که څه هم ارغنجخوا ولسوالي له کلابندۍ ژغورل شوې خو زیباک ته بیا ټولې ورغلې لارې د طالبانو لخوا تړل شوې دي.

د بدخشان د ولایتي شورا مشر بشیر صمیم په دې اړه وویل:«سږکال موږ یوه شپه د کوهستان ولسوالۍ شاهد وو اوس طالبانو خپله د فعالیت سیمه پراخه کړې او په څو ولسوالیو کې فعالیت لري.»

په بدخشان کې د مدني ټولنې مشر سیف الدین سایس هم وايي:«تراوسه پر زیباک ولسوالۍ د دښمن بریدونه دوام لري. د بدخشان خلکو او مدني بنسټونه په بشپړه توګه له دغه وضعیته اندېښمن دي.»

له بلخوا د بدخشان والي په دغو دوه ولسوالیو کې جګړه مني او وايي،  نښتو کې دولتي ځواکونو ته هم تلفات اوښتي دي.

د بدخشان والي  فیصل بیګزاد څرګنده کړه:« څلورم سرحدي کنډک ډاډ راکړ ټولې هغه سیمې چې په زیباک پورې اړوند دي دښمن له هغې څخه شړل شوی.»

د بدخشان والي زیاته کړه، د طالبانو د بریدونو د شنډولو لپاره دغو ولسوالیو ته لازیات ځواکونه لېږل شوي دي.

بیګزاد زیاته کړه:«موږ له دې وروسته خپل یرغلي بریدونه پیلوو. پلانونه جوړ شوي او هغه څه چې د بدخشان د امنیتي ځواکونو په وس کې چې دي، هغه به ترسره کړي.»

زیباک ولسوالي له وردوج سره ګډه پوله لري او وردوج بدخشان کې ناامنه ولسوالي پېژندل شوې.

وردوج هماغه ولسوالي ده چې درې کاله وړاندې د طالبانو لاسته ورغلې وه.

طالبانو له درېیو ورځو راهیسې د بدخشان پر زیباک او ارغنجخواه ولسوالیو بریدونه پيل کړي دي. د دغه ولایت ولایتي شورا وايي چې زیباک د طالبانو په کلابندۍ کې ده.

شریک یي کړئ