Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بدخشان کې د رایه‎ورکوونکو د نوم‎لیکنې بهیر د پوهاوي په اړه کمپاین

د بدخشان قومي مشران، د مدني ټولنې فعالان د دغه ولایت له اوسېدونکو غواړي چې په ټاکنو کې په پراخه توګه ګډون وکړي.

هغوی کلیو او د رایه ورکوونکو د نوم‎لیکنې مرکزونو ته په تلو سره، خلکو ته ډاډ ورکوي چې هغوی به له هېڅ ډول امنیتي ګواښ سره مخ نه‎شي.

د دغه عامه پوهاوي ګډونوال وايي، دوی په بدخشان ولایت کې کلي په کلي او حتا کور په کور له ګرځېدو او همدارنګه د نوم لیکنې د مرکزونو له څار سره غواړي چې خلک په ټاکنو کې د ګډون لپاره وهڅول شي.

پخوانی جهادي قومندان نزیر محمد نیازي څرګنده کړه:«موږ هر چېرته وویل او هر چېرته مو کسان واستول. تېره ورځ مو د ناحیې رییسان را وبلل او استازو ته مو وویل ترڅو په جوماتونو کې ملا امامانو ته ووايي او خلک وهڅوي.»

د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي د نا امنیو په زیاتوالي، د سیمه‎ییزو چارواکو او د ولسي جرګې د غړو د سرغړنو په اړه شکایت کوي او وايي چې دوی د ټاکنو په بهیر باور نه‎لري خو یو شمېر نور خلک بیا وایي، د مسوولینو د نا غیړۍ له کبله باید دیموکراټيک بهیر له خنډ سره مخ نه کړي.

د بدخشان اوسېدونکی عبدالبصیر حقجو وویل:«په تېر کې پراخه درغلي د دې لامل شوه ترڅو خلکو د ټاکنو په اړه بې باوره شي، خو زموږ خلک دې داسې فکر وکړي چې دوی په خپله ټاکنو کې سهوه کړې وه. ټاکنې ترسره کېږي او باید خبیر، وړ او د اعتماد وړ، پاک او باتقوا او طهارت ته چې زموږ په هېواد کې دي رایه ورکړي.»

عبدالعلیم خدام  د دین عالم وايي:«زما شخصي نظر دا دی چې درې اصلي عاملونه شته چې خلک د رایې ورکولو لپاره نه درومي، یو لامل یې د ټول هېواد په کچه د پراخې ناامنۍ شتون دی.»

بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي مسوول وايي، د مخکې ورځو په پرتله د خلکو د نوم‎لیکې شمېر زیات دی.

د بدخشان ولایت د ټاکنو کمېسیون رییس حمید الله بلوچ په دې اړه زیاتوي:«زه نن ډېر خوشحاله یم ځکه چې په دې برخه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ملي او ځايي رسنیو له لارې د هېواد د هېواد په ګوټ ګوټ کې تبلیغات او پوهاوی پیل کړی دی. بدبختي او ننګونه په دې ځای کې ده چې د بدخشان سیمې غرنۍ دي او او سیمه‎ییزې رسنۍ په ډېر محدود واټن کې د اورېدو دي.»

که څه هم د ټاکنو ولایتي کمېسیون مسوولین د نوم‎لیکنې مرکزونو ته د خلکو د زیات شمېر خبره کوي خو راټولې شوې شمېرې ښيي چې دغه کمېسیون د بدخشان ولایت د نوم‎لیکنې په ۲۰ مرکزونو کې د تېرو پنځو ورځو په موده کې ۵۰۰ کسانو نوم‎لیکنه کړې ده.

دغه کمپاین د قومي مشرانو، مدني ټولنې فعالانو او د پخوانیو جهادي قومندانانو له خوا په لاره اچول شوی دی.

شریک یي کړئ