Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بغلان کې د طالبانو برید؛ ۳۰ تنه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي

د بغلان ځايي چارواکي چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي، طلوع نیوز ته وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو په برید کې لږ تر لږه ۳۰ تنه ولسي پا‎څون کوونکي وژل شوي دي.

دغه چارواکي زیاتوي چې طالبانو د جمعې پر شپه د ۱۱ بجو په شاوخوا کې د دغه ولایت د نهرین ولسوالۍ پر یوه کلي برید کړی وو.

د دغو چارواکو په وینا، دغه برید کابو شپږو ساعتونو ته وغځېد.

ویل کېږي چې طالبانو د ولسي پاڅون کوونکو ټول وسلې او جنګي وسایل له ځان سره وړي دي.

د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. 

شریک یي کړئ