یوه سړي نن سهار(دوشنبې د وري۲۷مه) د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د خپلې کورنۍ ټول غړي په ډزو وژلي او وروسته یې ځان وژنه کړې ده.
په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یوې امنیتي سرچینې ویلي دي چې دا سړی زمری نومېده او سهار یې خپله ښځه، خواښې، د ښځې ورو او یو مېلمه وژلي دي او وروسته یې ځان وژلی دی.
دا سرچینه وايي چې د پېښې لامل کورنۍ ستونزې دي.
په وژل شویو کې څلور ښځې شاملې دي.
د بغلان پولیسو په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.