Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بلخ اوسېدونکي د جنايي جرمونو له زیاتوالي په اندېښنه کې دي

د بلخ پولیس وايي، په واټونو غلاوې، د کورني تاوتریخوالي له امله وژنې او شخصي دښمنۍ د روان کال په شپږو لومړنیو میاشتو کې د تېرکال د ورته وخت له پرتلې سره زیاتوالی موندلی دی.

د بلخ د امنیه قومندانۍ د امنیت امر جنرال عبدالرازق قادري وايي چې د روان کال په شپږو میاشتو کې ۱۳۱ وژنې پېښې ثبت شوي دي او دا شمېر د تېر کال له ورته وخت سره په پرتله کې زیاتوالی ښيي.

هغه وویل چې د وژنې ډېری پېښې د شخصي دښمنیو له امله دي.

ښاغلي قادري زیاته کړه:«داسې وژنې دي چې د مخکینیو دښمنیو، کورنیو تاوتریخوالي له امله شوي. چې ډېری کشف شوي وژنې ګراف لږ لوړ ښيي.»

له دې سره چې د مزار شریف ښار، د هېواد له امنو ښارونو ګڼل کېږي، خو سږکال دغه ښار کې غلاوې او د شخصي دښمنۍ له اړخه وژنې زیاتې شوې دي.

د قانوني اسنادو نه لرونکو موټرسایکلونو چلند، د دې ښار د اوسېدونکو د اندېښنې لامل دی.

دوی وایي، زیاتې جنایي پېښې د موټرسایکلونو په وسیله کېږي.

د مزارشریف اوسېدونکی عسکر وویل:«غلاوې زیاتې شوي،موټرسایکلونه دي چې دوه کسه پرې سپاره وي او د موبایلونه غلا کوي.»

د مزار بل اوسېدونکی امین الله هم څرګنده کړه:«له پلېټ څخه پرته موټرسایکلونه دي چې امنیت یې خراب کړی دی.»

په همدې حال کې د بلخ د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، د امنیت خونیدتوب او د جنایي پېښو مخنیوي په موخه یې د بې اسناده موټرسایکلو د ټولولو لړۍ پیل کړې.

قادري په ډاګه کړه:«په مزارشریف کې مو د بې پلېټه او بې اسناده موټر سایکلونو د پاکو چارې پیل کړي کابو ۴۰۰ عراده ناقانونه موټر سایکلونه راغونډ شوي دي.»

هغه زیاته کړه:«د دغې میاشتې تر پایه،هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې د ننه د مزارشریف په ښار کې نور بې اسناده موټرسایکل به ونه ویني.»

امنیتي چارواکي له خلکو غواړي، چې د امنیت ډاډمنیدو لپاره دې پولیسو سره همکارۍ وکړي.

چارواکي غوښتنه کوي، چې د غیر قانوني وسایلو نه دې ګټنه نه کوي او قانون دې ومني.

شریک یي کړئ