Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بلخ کې د غني شتون او عطا نشتون کې د نوروز جشن

د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې نن پنج‎شتبې د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال لومړۍ ورځ چې د نوروز جشن سره لمانځل کېږي، د ولسمشر غني په ګډون ترسره شو.

د نوروز جشن لمانځلو کې د ولسمشر غني د لومړۍ ځل شتون او د بلخ پخواني والي، عطا محمد نور نشتون، د تېرو کلونو سره د سږني کال د جشن لمانځلو توپیروو.

ولسمشر غني بلخ ته د دې ولایت د نوي امنیه قومندان د معرفي پرسر تر ناندرو یوه اوون وروسته بلخ ولایت ته تللی. په داسې حال کې چې عطا محمد نور په خپل نوروزي پیغام کې ګواش کړی وو که ورسره شوې هوکړې پلي نشي، نو ټول غوراوي به وکاروي.

ولسمشر غني بلخ کې د خپلې وینا پر مهال ۱۳۹۸ کال د سولې او هوساینې کال وباله.

ده وړاندې وویل دا نوی کال به ښه کال ووسي او په دې کال کې به ښې ټاکنې ترسره شي:« د ټاکنو خپلواک کمېسیون لخوا د ټاکنو د ځنډ نیټه منو، خو وروسته له دې بیا د ټاکنو د بدلون نېټه د منلو وړ نه ده.»

ولسمشر همداراز وویل:« ټولو ادارو ته مې لارښوونه دا ده چې د ټاکنو پرمهال بې طرفه ووسي، تر څو خلک خپله پرېکړه وکړي چې څه ډول خپل برخلیک ټاکي»

ولسمشر غني وویل چې افغانستان باید د څلورو راتلونکو کلونو بودجه په خپله تامین کړي:«افغانستان باید په راتلونکې کې نه یو وارداتي هېواد ووسي، باید چې یو صادراتي هېواد ووسي.»

دا په داسې حال کې ده چې کابل کې د نوروز جشن له چاودنو سره مل وو. د کابل پا کارتې سخي سیمه کې د نوروز جشن لمانځلو په سیمه کې چاودنې وشوې چې په پایله کې یې ۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۲۳ تنه نور ټپیان شول.

مزارشریف ښار کې د نوروز جشن لمانځلو کې د ولسمشر غني د لومړۍ ځل شتون او د بلخ پخواني والي، عطا محمد نور نشتون، د تېرو کلونو سره د سږني کال د جشن لمانځلو توپیروو

شریک یي کړئ