د کورنیو چارو وزارت په بلخ ولایت کې د طالبانو د یوه مهم قومندان له وژل کېدو خبر ورکوي.
د یاد وزارت چارواکي (نن پنج شنبې د غويي په ۲۶مه نېټه) وايي چې د طالبانو وژل شوی قومندان ملا خادم نوميده او د یادې ډلې یو له خطرناکو کسانو وو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصرت رحیمي څرګندوي چې ملا خادم د افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.
ښاغلی رحیمي زیاتوي چې د افغان ځواکونو دې پوځي عملیاتو کې د بلخ ولسوالۍ د عبدالرحیم زیو، بنګاله، نوارد بنګاله، بابه یوسف، تیمور سرای، علم خېل، بوکه، بنګله دیشا و مغول کلي هم د طالبانو له شتونه پاک شوي دي.
رحیمي همداراز څرګندوي چې د ملا خادم د وژل کېدو ترڅنګ د طالبانو یو بل غړی نیول شوی هم دی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.