Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بهرنیو ځواکونو د بدخشان په ځينو برخو بمونه غورځولي

د بدخشان د ولایتي شورا ځيني غړي او اوسېدونکي، وايي چې بهرني ځواکونو د دغه ولایت پر ځينو برخو بمونه غورځولي دي.

د مرکز فیض اباد اوسېدونکو په وینا، د بهرنیو ځواکونو یوه الوتکو پنجشنبه ناوخته د والي دفتر او د پولیسو قومندانۍ ته‎څېرمه سیمېهوایي بریدونه کړي چې له ځان سره مرګ ژوبله نه‎لري.

په ورته وخت کې د دغه ولایت د ولایتي شورا ځينې غړي وايي چې د بهرنیو ځواکونو الوتکو د کشم، خستک او جرم ولسوالیو ځينې برخې په نښه کړي دي.

د بدخشان د ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي نظري په دې اړه طلوع نیوز ته وايي:«تېره ورځ د پرېکنده ملاتړ ماموریت جېټ الوتکو، هم فیض اباد ښار او هم د کشم ولسوالۍ بمبارد کړه. دا کار د بدخشان د خلکو په منځ کې د وېرې د رامنځته کېدو لامل شو او دا د دې ښودنه کوي چې د افغان ځواکونو او ناټو ترمنځ هېڅ ډول همغږي شتون نه‎لري.»

خو د بدخشان والي احمدفیضل بیګزاد وايي چې بهرنیو ځواکونو، د بدخشان سیمه‎ييزو چارواکو ته ویلي دي چې هغوی په تېروتنې سره د ولسي وګړو سیمې بمبارد کړي.

هغه زیاته کړه:«هغه څه چې تېره ورځ رامنځته شول، یوه تېروتنه وه چې د بهرنيو ځواکونو له خوا منل شوې ده. هغوی ومنله چې پیلوټ د تېروتنې له مخکې د ښار په اړوند سیمه کې بم غورځولی. او موږ له هغوی وغوښتل چې د عملیاتو په ترسره کولو کې دقت وکړي.»

دا لومړی ځل نه دی چې بهرني ځواکونه په غلطۍ سره په هغو سیمو کې هوایي بریدونه کوي چېرې چې ملکیان مېشت دي.

د ترهګریزو فعالیتونو له زیاتوالي وروسته بهرنیو ځواکونو خپل هوايي بریدونه له سره پیل کړل.

تېره شپه بهرنیو ځواکونو د هلمند په موسي کلا کې د طالبانو مشران په نښه کړي وو.

د بدخشان د ولایتي شورا یو شمېر غړي وایي، د بهرنیو ځواکونو جنګي الوتکو د فیض اباد ترڅنګ په کشم، خستک او جرک ولسوالیو کې هم بمبارۍ کړي دي.

شریک یي کړئ