Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بهرنیو چارو وزارت کې د څېړنیز حکومتي پلاوي د کار مخنیوی

ولسمشرۍ ماڼۍ، د هغو تورونو د څېړنې لپاره چې ویل کېږي بهرنیو چارو وزارت کې ځینې ګومارنې روڼتیا نه دي، د حکومتي پلاوي استول یوه معموله چاره ګڼي.  

په بهرنیو چارو وزارت کې د ګومارنو د څرنګوالي په اړه له اداري فساد سره د مبارزې د څار او ارزونې کمېټې د رپوټ له خپرېدو وروسته، حکومت په دغه وزارت کې د څېړنې لپاره، پلاوی وګوماره.

خو ځينې سرچینې وايي چې د بهرنیو چارو وزرات سرپرست صلاح‎الدین رباني، تراوسه دغه پلاوي ته اجازه نه ده ورکړې چې په دغه وزارت کې څېړنې پیل کړي؛ خو رسمي سرچینې په دې اړه څه نه وايي.

په داسې حال کې چې په دې اړه پر ارګ نیوکې کېږي او ویل کېږي چې ولسمشر، له صلاح الدین رباني سره د ښو اړیکو د نه لرلو له امله غواړي نوموړی او د هغه کارونه تر پوښتنې لاندې راولي خو ولسمشرۍ دفتر دا څرګندونې ردوي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه څرګنده کړه:«د معمول په څېر افغان حکومت پرېکړه وکړه چې باید یو پلاوی وګومارل شي او ولاړ شي له ټولو ننګونو او مواردو چې په دغه رپوټ کې راغلي دي، هغه وڅېړي او زموږ د وزارت ستونزه باید حل شي. ټول د افغانستان حکومتي بنسټونه دي. دلته شخصي سلیقې نشته.»

تازه یو سند خپور شوی چې د دې ښودنه کوي چې ټاکل شوې د ملګروملتو سازمان په عمومي ناسته کې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر پر ځای د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ګډون وکړي. دا سند ښيي چې ولسمشر غني حمدالله محب په دې ناسته کې د ګډون لپاره معرفي کړی دی چې دا د ارګ او بهرنیو چارو وزارت ترمنځ اختلاف بلل کېږي.

له بلخوا که دا سفر وشي د امریکا او حمدالله محب ترمنځ د رسمي اړیکو له پرې کولو وروسته به امریکا ته د نوموړي لومړی سفر وي.

د ولسمشر ویاند  صدیق صدیقي زیاته کړه:«موږ به یوې ټاکنیزې پروسه کې یوو. ښاغلی عبدالله هم په ټاکنیزو کمپاینونو کې بوخت دی؛ خو د انتخاب او پرېکړې واک له ولسمشر سره دی او ولسمشر پرېکړه وکړه چې ښاغلی محب په دغې ناسته کې ګډون وکړي.»

خو د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د نظر له ورکولو ډډه وکړه.

د هېواد د دغو دوو لویو بنسټونو ترمنځ اختلافات تل د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

ورځپاڼه لیکونکی نظري پریاني وايي:«د واک په اړه ټیمي او کله هم قومي لیدنه د دې لامل شوی چې د بهرنیو چارو وزارت د هېواد د بهرني سیاست او یا هم د بهرني سیاست په برخه کې د پالیسیو د اجرايي کېدو د پرېکړو له نیولو لیرې پاتې شي.»

د پوهنتون استاد حکمت الله شهباز څرګندوي:«دواړه (ارګ او بهرنیو چارو وزارت) د یو بل په چارو کې لاسوهنه کوي. په ځانګړې توګه ارګ د بهرنیو چارو وزارت په چارو کې لاسوهنه کوي؛ په بهرنیو چارو وزارت کې د مدیریت ناتواني او کمزوري شته، چې نه دي توانېدلي خپلې دندې په سمه توګه عملي کړي.»

د ملګروملتو سازمان په عمومي ناسته کې د حکومتونو مشران یا د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.

خو هغه سند چې نیویارک ته د ملي امنیت شورا د سلاکار د سفر په اړه خپور شوی د دې ښودنه کوي چې ولسمشر غني دغې ناسته ته د صلاح الدین رباني پر تلو بندیز لګولی دی.

شریک یي کړئ