Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بې‎پولې خبریالانو کابل کې د رسنیو پر کارکوونکو برید غندي

د بې‎پولې خبریالانو بنسټ کابل کې پر خبریالانو او عکاسانو د دوشنبې د ورځې برید غندلی دی او په افغانستان کې د خبریالانو کار له خطره ډک بولي او وايي، کابل کې په ۲۰۱۶زیږدیز کال د موبي ګروپ پر کارکونکو له بریده وروسته دا پر رسنیو تر ټولو لوی برید وه.

د یاد بنسټ مشر، کریستوفر دیلویر څرګندويپه افغانستان کې د ګواښ کچه تل لوړه ده او په ډیری ولایتونو کې د داعش ډلې او طالبانو لخوا پر خبریالانو بریدونه کیږي.
خو په ۲۰۰۱ کال د جګړې له پيل راهیسې او په کابل کې په ۲۰۱۶ د طلوع تلویزیون پر موټر له بریده وروسته چې اوه کارکونکي یې ووژل شول پر خبریالانو دا ډول لوی برید نه و شوی؛؛؛

د بې پولې خبریالانو سازمان دغه چارواکی د خبري پوښښ پرمهال د دوهم برید په شان امنیتي پيښو ته پر پاملرنې ټینګار کوي خو سره له دې د هیواد په اوسني وضعیت کې کار ډیر خطرناک بولي.

د یاد بنسټ رئیس، کریستوفر دیلویر څرګندوي:«په افغانستان کې د ګواښ کچه تل لوړه ده او په ډیری ولایتونو کې د داعش ډلې او طالبانو لخوا پر خبریالانو بریدونه کیږي. خو په ۲۰۰۱ کال د جګړې له پيل راهیسې او په کابل کې په ۲۰۱۶ د طلوع تلویزیون پر موټر له بریده وروسته چې اوه کارکونکي یې ووژل شول پر خبریالانو دا ډول لوی برید نه وه شوی.»

د بې پولې خبریالانو سازمان دغه چارواکی د خبري پوښښ پرمهال د دوهم برید په شان امنیتي پيښو ته پر پاملرنې ټینګار کوي، خو سره له دې د هېواد په اوسني وضعیت کې کار ډېر خطرناک بولي.

ښاغلی کریستوفر دیلویر وړاندې وايي:«د داعش او طالبانو لخوا د رسنیو د ازادۍ ترپښو لاندې کولو سره ددې هیواد ډیرې برخې د خبري پوښښ لپاره په تورو سیمو بدل شوي، خو افغان خبریالانو مقاومت او زغم ښودلی دی، فکر کوم چې د دوي کار د ستایلو وړ دی، دوي د خطرناکو سړکونو له امله خپل کار نه پریږدي، که څه هم امنیتي تدابیر په پام کې نیسي خو دا ډلې نشي کولاي د دا ډول بریدونو پلانونه وکړي.»

له بلې خوا دغه سازمان وايي د خبریالانو د خوندیتوب لپاره لازیات کار ته اړتیا ده او له همدې امله د ملګروملتو له بنسټ څخه غواړي د خبریالانو د خوندیتوب لپاره یو ځانګړی استازی وګماري.

بلخوا د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې هم د یوې اعلامیې په خپرولو په کابل کې پر خبریالانو او تصویراخیستونکو برید غندي او هغه پر ولسواکۍ برید ګڼي.

په دې کمېټې کې د آسیا څانګې مشر، سټیفن بتلر، مسوول وايي:«په افغانستان کې پر خبریالانو وروستی برید، هغه لوي خطر چې په دې هیواد کې د رسنیو کارکونکي ورسره مخامخ دي او وحشیانه تګلارې چې د رسنیو د دښمنانو لخوا کارول کیږي په یاد راوړي، په داسې حال کې چې افغانستان په اکتوبر میاشت کې د پارلماني ټاکنو لپاره تیاری نیسي دا برید په افغانستان کې پر دیموکراسۍ تېری دی.»

دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه اوونۍ کې په ټول افغانستان کې۱۱ خبریالان او تصویر اخیستونکي وژل شوي دي.

په کابل کې د دوشنبې ورځې په برید کې د طلوع نیوز، مشعل، یک او آزادۍ راډیو د نهو خبریالانو او تصویراخیستونکو د وژل کیدو ترڅنګ په خوست کې د بي بي سي خبریال او یوه اونۍ مخکې په کندهار کې د کابل نیوز یو خبریال ووژل شول.  

ئ بې‎پولې خبریالان بنسټ له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې ده چې د خبریالانو امنیتي چارو په برخه کې دې ځانګړی استازی وګماري

شریک یي کړئ