Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تخار ولایت کې د ۱۷ امنیتي پوستو نسکورېدل

د تخار ولایتي شورا غړي نن(سې‎شنبې د غبرګولي۸مه) د طالبانو په لاس د افغان ځواکونو ۱۷ پوستو له نسکورېدو خبر ورکوي.

دوی وايي چې په خواجه غار ولسوالۍ کې کابو لس کلي طالبانو نیولي دی او دې ډلې ځان د ولسوالۍ مرکز ته نېږدې کړی دی.

له بلې خوا د تخار ولایت پولیس د طالبانو لاسته د اوو پوستو لوېدل تائيدوي او وايي چې د مرستو نشتوالي سره افغان ځواکونو تکتیکي شاتګ کړی دی او اوس مهال نښتې روانې دي.

د یاد ولایت د امنیت آمر، نظام‎الدین غوري وايي چې طالبانو نن سهار وختي په خواجه غار ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو له څو خواوو بریدونه پیل کړل او په پایله امنیتي ځواکونو پل مومن پوسته کې شاتګ کړی او طالبانو د یوه کلي په ګډون اووه پوستې نیولي دي.

د تخار ولایتي شورا غړي بیا د تخار ولایت امنیتي  حالت د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي چې د خواجه غار ولسوالۍ کې ۱۷ پوستې او ۱۰ کلي د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

طالبانو هم تائيد کړې ده چې په دې ولسوالۍ کې یې ۱۷ پوستې نیولې دي.

د تخار ولایتي شورا خبرداری ورکوي چې که حکومت د خواجه‎غار ولسوالۍ امنیتي حالت ته پام ونکړي نو مرکز به یې هم وپرزیږي

شریک یي کړئ