Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تخار کې د یوې راډیو د دوو کارکوونکو وژل کېدل

په تخار ولایت کي د همصدا په نامه د یوې راډیو دوه کارکوونکي د ناپېژاندو وسله‎والو له لوري وژل شوي دي.

د راډیو دغه دوه کارکوونکي تېره ورځ وروسته له غرمې د رادیو په سټوډیو کې وژل شوي دي.

د تخار ولایت د پولیسو ویاند، عبدالخلیل اسیر وايي پېژانده وسلوالو لومړی د همصدا راډیو دفتر ته ورغلي او د یادې راډيو پر دوو کارکوونکو يې ډزې کړې دي.

 ښاغلی اسیر زیاتوي چې وسله‎والو کسان له پېښي وروسته په تېښته بریالي شوي.

د پېښې لامل نه دی څرګند.

د سیمې اوسېدونکي وايي دغه پېښه دوالي دفتر په څو سوه مټرۍ کې رامنځته شوې او رامنځته کېدل یې د امنیتي بنسټونو لپاره ننګونه بولي.

د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

دا د روان زیږدیز کال د پیل راهیسې دوهمه پېښه چې د خبریالانو پر وړاندې کېږي، په جنوري میاشت کې فراه ولایت کې د «نشاط» په نامه د یوې راډیو کارکوونکی د طالبانو لخوا ووژل شو.

د راډیو دغه دوه کارکوونکي تېره ورځ وروسته له غرمې د رادیو په سټوډیو کې وژل شوي دي او بریدکوونکي په تېښته بریالي شوي دي

شریک یي کړئ