د کورنیو چارو وزارت وايي د تخار ولایت په چاهآب ولسوالۍ کې د یوې ښځې صحرايي محکمې کولو په تور یې درې تنه نیولي دي.
د دې وزارت د ویاند دفتر سرپرست څرګندوي چې په دې کسانو کې د یادې ۲۲ کلنې ښځې ورور، خسر او تره نیول شوي دي.
له دې سره هممهاله ښاغلی دانش ټينګار کوي چې یاده مېرمن له چاهآب څخه د تخار مرکز تالقانو ته رالیږدول شوې او امن ځای کې ساتل کېږي.
دا په د اسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په خواله رسنیو کې د یوې ښځې په بېرحمۍ ډول د وهلو انځورونه خپاره شول، خو ویل کېږي چې دا پېښه دوه میاشتې مخکې شوې ده.