Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ترکیه به ډېر ژر د افغان سولې په اړه د درې اړخیزې غونډې کوربنه وي

د پاکستان رسنیو رپوټ ورکړی چې ترکیه به ډېر ژر د افغان سولې په اړه د افغانستان، پاکستان او ترکیې د درې اړخیزه ناستې کوربنه وي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره ورځ د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په یوې ګډې خبري ناسته کې وویل چې ترکیه به په مارچ کې د دغه هېواد له ټاکنو وروسته د دغې غونډې کوربنه وي.

بلخوا عمران خان هم ویلي :«افغانانو په لسیزو کړاو لیدلی. اوس باید نړیوال بنسټونه مرسته وکړي ترڅو په دغه هېواد کې جګړه پای ته ورسېږي. پاکستان تل د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د زمینې برابرولو لپاره هڅه کړې ده. زه هیله لرم چې افغانستان، پاکستان او ترکیه وکړای شي چې په راتلوونکې درې اړخیزې غونډه کې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.»

په یوې ګډې خبرپاڼه کې چې د عمران خان او رجب طیب اردوغان له ګډې خبري ناستې وروسته خپره شوې، ترکیې او پاکستان تایید کړې چې په افغانستان کې تلپاتې سوله کولای شي د افغانستان د ټولنې د ټولو اقشارو ترمنځ د مصالحې، د سیمې او نړۍ هېوادونو د ملاتړ له لارې رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، له خپل ترکي سیال سره په انقره کې ولیدل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له دغې لیدنې موخه په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره د هڅو زیاتوالی دی.

شریک یي کړئ