Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېر کال هلمند کې کابو ۱۱۰۰ نوي زیږېدلي ماشومان مړه شوي دي

د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د بُست روغتون کې تېر زیږدیز کال کابو ۱۵زره ماشومان زیږیدلي دي، د دې روغتون چارواکي وايي دا اندازه د تېرو دوو کلونو په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښیې.

خو روغتیا پالان وایي پدغه کال کې په یاد روغتون کيې د زیږون پرمهال څه د پاسه ۱۱۰۰ ماشومان هم مړه شوي.

د بست روغتون د زیږون د برخي مسووله، ډاکټر فاطمه رضايي څرګندوي:«‎نېږدې ۱۴۷۴ ولادتونه تر سره شوي دي او هرې ښځې ماشوم زیږولي دی چې له ډلې یې ۱۱۳۹ ماشومامن مړه پیدا شوي دي، خو زموږ ټينګار دا دی چې د زیږون پرمهال ماشوم او مور ته يې کوم زیان وانه وړي، خو دوی يې په داسې وضیعت کي روغتون ته راولي چي وضیعت يې ډېر خراب وي.»

په روغتیا يي برخه کې د کلتوري ستونزې، د ولسوالیو لیري واټن، او اقتصادي ستونزې د زیږون پرمهال د ماشوم و مور د مړینې لامل دی.

د یوې ناروغې سره مله مېرمن، زرمینه څرګندوي:«نه يې پریږدي واکسین او داکتر ته يي نه پریږدي او د ماشوم او یاهم مور وضیعت يي ډیر خراب شي یا مړه شي.»

همداراز له ناروغې سره بله راغلې بوډۍ ښځه، اختر بي بي چې خپله لور يي د زیږون لپاره د بست روغتون ته راوستي ده وايي:« ډیری ښځې د زیږون پرمهال مړې کیږي. ځکه لاري بندې وي، د نارینه وو له لوري يي په جدي ډول پاملرنه نه کیږي.»

خو د هلمند د عامي روغتیا چارواکي وايي چې د دې ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۸۹ روغتونونه شته د چې د مور او ماشوم د روغتیا لپاره خدمتونه وړاندي کوي او په پار یې اوس د مور او ماشوم د مړینې کچه کمه شوې ده.

د هلمند د عامې روغتیا رییس، ډاکتر عبدالاحد حازم  په دې اړه وايي:«دا فیصدي په ډېره اندازه راکمه شوې ده، موږ  د هلمند په ټولو ولسوالیو کي د مور او ماشوم د رغتیا يي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې ډېر روغتونونه لرو چي له امله يې هلمند کې د مور او ماشوم د مړینې کچه راکمه شوې ده.

په همدې حال کې د هلمند ولایت ډېری جګړه ځپلو ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې لا ډېرو روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

روغتیا پالان وایي په تېر زیږدیز کال کې په بست روغتون کې د زیږون پرمهال څه د پاسه ۱۱۰۰ ماشومان هم مړه پیدا شوي دي.

شریک یي کړئ