Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جزايي کو‌ډ د چاپېریال د ککړونکو لپاره سزا تعیین کړې

د چاپېریال ساتنې نه سرغړونې له کبله حکومت اړ شوی چې عدلي او قضایي ادارې د چاپیریال ساتنې برخې سرغړوونکو سره قانوني چلند وکړي.

د افغانستان سزایي کوډ کې د چاپېریال ساتنې د جرمونو برخې ۸۳۸ ماده کې لیکل شوي:« هغه کس چې په قصدي توګه ملکروبي مواد او یا نور ضرر رسونکی توکی، په عامه ځایونو لکه څاه، د اوبو زېرمو، عمومي زېرمو او یا هم نورو هغو ځایونو کې چې عامه استفادې لپاره چمتو شوي واچوي، په بند محکومېږي.»

د دې مادې په دویم بند کې راغلي:« که‎چېرې د دې مادې لومړي بند لیکل شوي ضرر له کبله انسان ومري، عامل یې په اعدام محکومېږي.»

د افغانستان په سزایي کوډ کې د چاپېریال ساتنې په برخه کې د هوا او فضا ککړونکو ته د سزا ورکړه روښانه شوې او د دې کوډ پر بنسټ به له مجرمینو سره عدلي او قضايي ادارې قانوني چلند وکړي.

تر دې وړاندې د چاپېریال ساتنې په اړه یو قانون او ۶ مقررې جوړې شوي دي.

د افغانستان سزايي کوډ کې پر سزایي قوانینو سربېره، د بچه بازۍ جرمونه، انټرنیټي جرمونه او د چاپېریال ساتنې جرمونه هم شامل دي.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې، اداري مرستیال غلام محمد ملکیار په دې اړه وویل:«لومړی سپارښتنه کېږي وروسته اخطار ورکول کېږي او که نه شو، عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي کېږي.»

د چاپېریال ساتنې برخې ته نه پاملرنه او د هوا ککړتیا له کبله زیات شمېر هېوادوالو ته زیان رسېږي له دې ډلې ماشومان ډېر زیانمن دي او زیات یې قرباني شوي هم دي.

شریک یي کړئ