Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جلال اباد کې یوه کورنۍ ادعا کوي چې لور یې زوم وژلې

په جلال اباد ښارکې یوه کورنۍ ادعا کوي چې لور یې د خپل زوم له خوا وژل شوې، دغه کورنۍ ادعا کوي چې لور یې د خپل خاوند په کور کې له تاوتریخوالي او ربړونې سره مخ وه.

وژل شوې ښځه ترینا صدیق نامېږي چې له خپل خاوند سره په خوست کې اوسېده، دغه وژل شوې ښځه تر وژل کېدو وروسته جلال اباد ښار ته راوړل شوې ده.

د نوموړې مېرمنې خاوند چې د خوست ولایت په استیناف څارنوالۍ کې څارنوال دی له دغې پېښې وروسته په تېښته بریالی شوی دی.

۲۶ کلنې ترینا له پوهنتونه فارغه شوې وه او شپږ کاله مخکې یې واده کړی وه چې له هغې درې ماشومان پاتې دي.

د ترینا خور ډاکټر مدینه وايي:« له دې دوه لوڼې او یو اته میاشتنی زوی پاتې دی، مشره لور یې پنځه کلنه او دویمه لور یې درې کلنه او وړ ماشوم یې چې زوی دی اته میاشتنی دی، خور مې ډېره وهل ټکول شوې په سر او لاسو په مرمۍ ویشتل شوې ده.»

د ترینا صدیق ورور پیکار صدیقي هم څرګنده کړه:«په افغانستان کې د ښځو په وړاندې هېڅ اهمیت نشته،موږ له حکومته غواړو چې دا پېښه جدي وګڼي، یو برحاله څارنوال چې له خپل مقامه داسې ناوړه استفادې کوي او موږ ګواښي.»

د ترینا صدیق د خپلوانو په وینا، نوموړې وخت ناوخت د خسرګنۍ او خاوند له لوري ډبول کېده چې بالاخره دا لړۍ یې تر مرګه ورسېده.

د ترینا صدیق د تره زوی احمدزی وايي:«د دې خاوند چې خیبر نومېږي له خپلو وروڼو او مور سره د شې جنازه دلته راوړله او دوی په تېښته بریالي شول.»                  

د ترینا صدیق ماماعبدالصبور هم وویل:«حکومت باید اقدام وکړي چې دا کس باید ونیسي او همدا ډول ده ته هم جزا ورکړي.»   

هڅه مو وکړه په دې تړاو د ترینا صدیق د خاوند یا یې د کورنۍ نظر هم ولرو ؛خو پرې بریالي نشو. د ترینا د کورنۍ په وینا، تر دې اته کاله وړاندې یې د کورنۍ یوه بله غړې چې د لغمان ولایت ښځو چارو ریاست کې دولتي دنده لرله د دولت د مخالفو وسله والو له لوري وژل شوې وه.

شریک یي کړئ