Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جنرال رازق:د عطا په نشتون کې شونې ده چې بلخ ناامن شي

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د ولسمشر غني لخوا د بلخ د والي د استعفا منل ناسم کار بولي، جنرال رازق په دې اند دی چې د بلخ له مشرتابه نه د عطا محمد نور لیرې کېدل به دغه ولایت ناامنه کړي.

د کندهارامنیه قومندان جنرال رازق عطا محمدنور د بلخ ولایت د امنیت په ټینګښت کې اغېزمن بولي او د ولسمشر لخوا د نوموړي ګوښه کېدل سمه پرېکړه نه ګڼي.

ښاغلي رازق په دې اړه وویل:«بلخ یوازینۍ هغه ولایت دی چې هلته نسبي امنیت شته؛ پانګوال هلته پانګونه کوي، له ولایتونو کډوال هلته ځي، خدای مه کړه چې دا ولایت ناامنه نه‎شي او خلکو ته زیاتې ستونزې پیدا نه‎شي.»

له دې سره په ورته وخت کې د اسلامي جمعیت ځینې غړي ادعا لري چې له دې مخکې د تاجیکستان او بنګله‎دېش د سفیرانو دندې چې د دغه ګوند غړي وو ځنډول شوې دي.

د پوهنې او اقتصاد وزارتونه چې د دغه ګوند ونډه بلل کېږي، د ولسمشر لخوا اخیستل شوي دي. د اسلامي جمعیت د مشرتابه شورا دا غړی حکومت ته وړاندیز کوي او وايي دا بندون د خبرو او د دې ګوند د شرطونو په منلو سره لیرې او دا ستونزه هواره کړي.

هغه زیاته کړه:«یوازې د بلخ ولایت ته نظر وړ کس راتلل نه‎دي! بلکې نور شرطونه دي چې وزارتونه چې په جمتعیت پورې اړوند وو او هغه سفارتونه چې د جمعیت د غړو له خوا یې مشري کېده، مطرحه دي چې باید د حکومت له خوا ومنل شي.»

له بلخوا په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ځینې سرچینې وايي چې د بلخ ولایت لپاره د عطا محمد نور لخوا د ښاغلي محمد داوود د ګمارلو وړاندیز شوی وه، خو جمعیت اسلامي د ولسمشرۍ ماڼۍ دا څرګندونې ردوي.

ښاغلي منصور په دې اړه څرګنده کړه:«زه پوهېږم چې ښاغلي داوود د بلخ امنیت ته معرفي شوی، نه د بلخ ولایت ته.»

د ولسمشر له خوا د بلخ د ولایت مقام ته معرفي شوی والي محمد داوود هم وايي:«دا د حکومت مسوولیت دی چې ما څه ډول بلخ ته بیايي او څه تابیاوې نیسي.»

د روانې اوونۍ په پيل کې ولسمشرۍ ماڼۍ د بلخ له ولایته د عطا محمد نور د استعفا د منظورۍ په اړه یوه خبرپاڼه خبره کړه.

عطا محمد نور له کابو څوارلسو کلونو راهیسې د بلخ والي و. نوموړی د اسلامي جمعیت اجراییه ریس هم دی.

په همدې حال کې د جمعیت اسلامي غړی عبدالحفیظ منصور وايي، که‎چېرې حکومت د هغو سفارتونو او ورازتونو واک چې پخوا د جمعیت اسلامي له لورې اداره کېدل بېرته د دغه ګوند غړو ته ورکړل شي، عطا محمد نور به په خپله د بلخ د ولایت له مقامه لیرې شي.

شریک یي کړئ