Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جنرال عبدالرازق او د کندهار والي د ډزو پایله کې ووژل شول

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د دغه ولایت د والي په دفتر کې د ډزو په پایله کې وژل شوی دی.

ویل کېږي چې ډزې د کندهار د والي د ساتونکو له خوا شوې دي.

 ډزې له هغې وروسته وشوې چې ښاغلی رازق په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قومندان سکاټ مېلر سره له یوې ناستې بهر کېده.

بل خوا داسې رپوټونه هم شته چې د دغو ډزو په پایله کې د کندهار د ملي امنیت رییس او ځينې نورو چارواکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځينې سرچینې وايي د جنرال رازق تر څنګ د کندهار والي زلمی ویسا، د ملي امنیت رییس عبدالمؤمن حسین خېل او همدرانګه د ۴۰۴ زورن قومندان عبدالنبي الهام هم وژل شوي دي.

خو ولسمشر غني د جنرال رازق او د امنیت د امر د وژنې پخلی کوي، هغه وویل: «د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی د کورنیو چارو وزارت او دفاع وزارت لوړ پوړي چارواکي او همدارنګه کمانډو ځواکونه به نن شپه کندهار ته ولېږل شي.»

د کورنیو چارو وزارت لوړپوړی سلاکار اختر ابراهیمي وايي جنرال عبدالرازق او عبدالمؤمین وژل شوي دي او د ۴۰۴زون قومندان او د کندهار والي ټپیان شوي دي.

له دې سره جوخت، پرېکنده ملاتړ ماموریت وايي لومړني رپوټونه د دې ښودنه کوي چې دغه برید «پر افغانانو د افغانانو برید» دی.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ډېف بټلر په دغه برید کې د درې امریکايي ځواکونو د ټپي کېدو پخلی کوي او زیاتوي چې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال مېلر زیانمن شوی نه دی.

ډېف بټلر زیاته کړه چې بریدګر په متقابلو ډزو کې وژل شوی دی.

په ورته وخت کې طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه برید پړه منلې او ویلې یې دي چې په دغه برید کې د کندهار د امنیه قومندان په ګډون د دغه ولایت لوړپوړو چارواکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو ویاند قاري احمد یوسف په خبرپاڼه کې ویلي:« د الخندق عملیاتو په لړ کې نن له غرمې وروسته د کندهار ولایت د والي په دفتر کې دننه په هغه غونډه برید وشو چې د بهرنیو ځواکونو قومندان مېلر په ګډون ټول مسوولین په کې موجود وو. په دغه برید کې اصلي موخه امریکايي قومندان مېلر او د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وو.

هغه همدارنګه ادعا لري:« چې په برید کې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق، د کندهار والي زلمی ویسا، د کندهار د استخباراتو رییس عبدالمومن له ګڼو نورو چارواکو، بهرنیو او داخلي عسکرو سره مړه او ژوبل شوي دي.»

 دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هلمند ولایت کې د طالبانو د یوه برید په ترڅ کې ولسي جرګې ته نوماند عبدالجبار قهرمان هم ووژل شو.

د دغو سرچینو په وینا، ډزې له هغې وروسته وشوې چې ښاغلی رازق په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قومندان سکاټ مېلیر سره له یوې ناستې بهر کېده.

شریک یي کړئ