Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حامد کرزی د سولې مشورتي لویې جرګې د ځنډېدو غوښتونکی شو

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې د سولې مشورتي لویې جرګې ترسره کېدل په اوسنیو شرایطو کې د هېوادوالو په ګټه نه دي او باید وځنډول شي.

د ښاغلي کرزي د دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:«د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته وړاندیز کوم چې د دغې جرګې ترسراوی د سولې پر روانو خبرو اترو د احتمالي منفي اغېزو د مخنیوي په منظور وځندوي.»

ښاغلی کرزی وايي چې د دې لپاره د لویې جرګې د ترسراوي د ځنډېدو غوښتونکی شوی چې د هغه د ترسراوي په اړه ستره ملي اجماع شتون نه‎لري او همدارنګه دا جرګه د سولې د خبرو اترو د اعتماد فضا لپاره مرسته نه کوي.

پخوانی ولسمشر ټینګار وکړ د سولې خبرو اترو پرمخ بیول باید د حکومت لومړیتوب وي:«هېواد کې ملي ګټې او سولې ته حیاتي اړتیا د دې غوښتنه کوي چې د سولې مذاکرات له پام وړ چټکتیا سره په مخ یوړلی شي څو د افغانستان خلکو اولادونه چې له سترې مرګ ژوبلې سره مخ دي وژغورل شي.»

هغه زیاته کړه:«له دې وېره ده چې خدای مه‎کړه چې په پام کې نیول شوې لویې جرګې ترسراوی به د سولې د روانو خبرو اترو د پنڅ‎والي لامل شي. ښه به وي چې لویه جرګه د سولې له مذاکراتو او یا د مطلوبو توافقاتو له حصول وروسته دغه بهیر ترسره شي، څو دافغانستان د خلکو استازي د دغو مذاکراتو پر حاصل شویو هوکړو د تایید ټاپه کېږدي.»

ټاکل شوې ده چې د سولې لویه جرګه د شنبې په ورځ پیل او د درې ورځو لپاره دوام وکړي. دغې جرګه کې به کابو دوه زره تنه ګډون وکړي چې ډېری ګډون کوونکي له بېلابېلو ولایتونو کابل ته رارسېدلي دي.
له دې مخکې نهو ټاکنیزو ډلو او ځينو سیاسي بهیرونو په دغې جرګه کې له ګډونه ډډه کړې ده.

ټاکل شوې ده چې د سولې لویه جرګه د شنبې په ورځ پیل او د درې ورځو لپاره دوام وکړي. دغې جرګه کې به کابو دوه زره تنه ګډون وکړي.

شریک یي کړئ