د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن (پنجشنبې د مرغومې په ۱۴ مه) په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې ایتلافي حکومتونه د یو هېواد د تجزیې پیل وباله.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار زیاتوي، ټاکل شوې وه چې په نېږدې ورځو کې د ټولو ګوندونو او سیاسي ډلو د مشرانو په ګډون د هېواد د روانو حالاتو په اړه د سلا مشورو په پار یوه لویه غونډه ترسره شي خو د ځینو ګوندونو د مشرانو د نه ګډون له کبله دغه ناسته وځنډېدله.
ښاغلی حکمتیار د عطا محمد نور او د حکومت ترمنځ روانه شخړه ډېره وړه مسله بولي او وایي، نه غواړي چې په دې مسله کې لاسوهنه وکړي.
نوموړی وایي، په برېښنایي پېژاند پاڼو کې د افغان او د قوم نوم ولیکل شي خو داسې کسان هم شته چې ان افغان او افغانستان نه مني.
د حزب اسلامي مشر وایي، په ټاکنو کې هر ډول ځنډ او خنډ نه مني.
ښاغلي حکمتیار د حزب الله اسلامي ډلې د بندیانود خوشې کولو په بهیر کې پر ځنډ هم نیوکې کړې دي.
ټاکل شوې وه چې په دغې اوونۍ کې د حزب اسلامي ۹۱ بنديان ازاد شي، خو هغه څه چې د ځينو کسانو شریرانه هڅې بولي، دغه بهیر له ځنډ سره مخ شوی دی.