Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکمتیار:طالبانوته کابل کې دفتر او ولایتونو کې امن ځایونه ورکړل شي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي چې د سولې مېز ته د مخالفو وسله‎والو د راکاږلو لپاره طرحه ولسمشر او نورو امریکايي چارواکو ته وړاندې کړې چې د هغه پر بنسټ، طالبانو ته حق ورکول کېږي چې په کابل کې دفتر پرانیزي او همدارنګه د هېواد په نورو سیمو کې امن ځایونه ورکړل شي.

ښاغلي حکمتیار چې نن په کابل کې په یوې غونډه کې خبرې کولې، تینګار وکړ د دې لپاره طالبانو ته امنې سیمې ورکړل شي چې د دغې ډلې غړي له خپلو کورنیو سره وکړای شي ژوند وکړي:«غیر جنګي سیمې، چې له جنګي ځواکونو څخه لیرې وي، امنې وي طالب مشران له خپلو کورنیو سره هلته ژوند وکړي، اسانتیاوې ورته برابرې شي، پرې توغوندي ونه توغول شي او تر څار لاندې هم نه وي.»

له دې مخکې افغان حکومت طالبانو ته د ځينو سیمو د سپارلو طرحه رد او طالبانو هم دغه طرحه غندلې وه، بلکې  ویلي یې وو چې دغه طرحه افغانستان تجزیه کوي او دوی د افغانستان تجزیه نه غواړي.

ښاغلی حکمتیار وايي، د سولې اوسنۍ طرحه د امریکا د پنټاګون او سپینې ماڼۍ د چارواکو د مېز پر سر پرته ده.

د حزب اسلامي مشر په دې اړه زیاته کړه:«له ولسمشر سره چې په دغې غونډه کې وه او ځینې نور چارواکي هم وو، خبرې وکړې او دا طرحه مې تشریح کړه... د دغې طرحې له ډېرو بندونو سره موافق دي؛ یوازې د امنیو ځایونو په اړه ملاحظه لري چې ښايي له نورو چارواکو سره هم مشوره وکړي او وروستۍ پرېکړه وکړي.»

له دې سره په جوخت ولسمشر غني وايي چې بالاخره د افغانستان د څلوېښت کلن جګړه‎ییز ناورین ته به د پای ټکی کېږدي.

هغه په دې اړه وویل:« د سولې په برخه کې ملي اجماع جوړېږي. هغه کسان چې فکر کوي ملي ارادې ته زیان رسوي د سولې لپاره دې یو ځل بیا فکر وکړي.. هغه لاره چې هېواد پرې ملي اجماع ته ورسېږي تعقیبېږي ترڅو سولې ته ورسېږي.»

له دې وړاندې د کابل بهیر په دویمه غونډه کې چې درې اوونۍ وړاندې جوړه شوې وه، ولسمشر غني له طالبانو سره د خبرو اترو د پیل لپاره نوې طرحه مطرح کړه. د دې طرحې پر بنسټ، په دغو خبرو اترو کې وار له مخې شرطونه نه‎لیدل کېږي او د خبرو اترو لپاره د طالبانو د حضور په صورت کې، د هغوی بندیان به ازاد او د طالبانو د مشرانو نومونه به د بندیز له نوملړ څخه ویستل شي.

بلخوا د افغانستان حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له ولسمشر څخه غواړي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د سیاسي ګوندونو ته ونډه ورکړي.

اوس‎مهال په عدليې وزارت کې حزب اسلامي ګوند د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ ثبت دی، خو ښاغلی حکمتیار وايي، چې نوموړي د دغه حزب بنسټ ۴۵ کاله پخوا رامنځته کړی دی او یوازې حزب اسلامي به د ده په مشرۍ په ټاکنو کې ګډون وکړي.

له دې مخکې عدلیې وزارت ویلي وو چې د حزب اسلامي ګوند د عبدالهادي ارغندیوال په ریاست ثبت او قانوني فعالیت کوي.

شریک یي کړئ