Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکمتیار: داعش وسله‎وال هغه طالبان دي چې بیرغ یې بدل کړی

د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار طالبان او داعش ډله یوه بللې او ویلي یې دي یوازې د طالبانو یو شمېر غړو خپل بیرغ بدل کړی او د داعش تر نامه لاندې فعالیت کوي.

حکمتیار د ننګرهار له یو شمېر استازو سره لیدنه کې ویلي، طالبان او داعشیان همکاران او د یو سنګر خلک وو، خو اوس یې یوازې شعارونه بدل شوي دي.

 حکمتیار د ننګرهار له یو شمېر استازو سره لیدنه کې ویلي، اوس مهال د طالب په نامه د هېواد په یو شمېر برخو په ځانګړې توګه ننګرهار کې د داعش پر وړاندې ګډ پوځي عملیات روان دي.

هغه وړاندې ویلي:« طالبان دا مهال د بهرنیو او دولتي پوځي الوتکو د وزرو سیوري ته له داعش ډلې سره په جګړه بوخت دي.»

حکمتیار د بهرنیو ځواکونو په ملاتړ د دولتي ځواکونو پر شپنیو عملیاتو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي دغو عملیاتو کې یوازې ملکیان په نښه کېږي چې دوام به یې د خلکو د پاڅون لامل شي.«دا عملیات خلک قیام ته مجبوره کوي او ملت دا ځواک لري او دا کار یې کړی دی، بیا به یې هېڅوک مه ونه نیسي.»

جکمتیار له خلکو غوښتنه کوي چې خپلې سیمې امنې اعلان کړي؛ ځکه د هغه په خبره دولت او بهرني ځواکونه خلکو ته امنیت نشي برابرولی

ګلبدین حکمتیار ګواښ کوي چې د افغان ځواکونو شپنیو پوځي عملیاتو کې د ملکي کسانو خوندیتوب ته نه پام به د خلکو او حکومت ترمنځ واټن زیات کړي

شریک یي کړئ