Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکمتیار: د سولې جرګې د غړو انتصاب لپاره هېڅ ډول تضمین نشته

د سولې مشورتي لويې جرګې د جوړېدو لپاره له چمتوالي سره جوخت د دغې جرګې په اړه لیدلوري یو شان نه دي، او ان ځینې سیاستوال ورته د شک په سترګه ګوري.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي د جوړېدونکې لویې مشورتي جرګې، له وخت مخکې د اجنډا د تعین او د غړو انتصاب په اړه هېڅ ډول تضمین نشته.

بلخوا د اسلامي جمیعت ګوند اجراییه رییس عطا محمد نور وايي د یادې جرګې اجنډا او موخې له وخت مخکې تعین شوي او دا جرګه ردوي. 

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار  وايي:«دا جرګه باید د پرېکړې واک ولري، یوه لویه مشورتي جرګه نه وي، مشورتي جرګه به زموږ د هېواد هېڅ ستونزه حل نه کړي، بلکې د هېواد ستونزې به زیاتې کړي.»

داسې کسان هم شته چې دا جرګه نه مني.

د جمعیت اسلامي ګوند اجراییه ريیس عطامحمد نور څرګندوي:«هغه جرګه چې د هغه سناریو له مخکې مهندسي شوي وي او ساخته ګي وي او د واک د غځولو لپاره وي نه دا چې ګډون نه کوم بلکې هغه به رد هم کړم.»

خو د سولې عالي شورا د دارالانشا ريیس بیا دا جرګه یوازې د سولې لپاره ګڼي، خو ټول اړخونه په کې ګډون ته رابولي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا ريیس محمد عمر داوودزی په ډاګه وايي:«ټول باید شامل وي، که‎چېرې سیاسي اختلاف لري او که‎چېرې سیاسي سیالي لري، هغه دې په خپل ځای وي، خو په دغې جرګه کې ګډون اړین دی.»

د سولې په مشورتي لویه جرګه کې به له دوه تر څلور زره کسان ګډون وکړي، د سولې عالي شورا وايي، د جرګې د ګډون‌والو ټاکنه به نیمه ټاکنیزه وي.

د سولې مشورتې لویې جرګې ترسراوي ته پورې شل ورځې وخت پاتې دی، د دې جرګې موخه د سولې لپاره د یوې ملي اجماع جوړول ښودل شوي دي.

شریک یي کړئ