Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکمتیار: د طالبانو د جګړې موخې باطلې او شیطاني دي

د اسلامي ګوند مشر، ګلبدین حکمیار په کابل کې د خبري ناستې پرمهال یو ځل بیا طالبان د سولې بهیر ته راوبلل او زیاته یې کړه چې طالبان د پردیو موخو لپاره جګړه کوي.

ده همداراز د افغانستان ژغورنې ائتلاف پر جوړېدو نیوکه وکړه او ویې ویل چې یو شمېر کسان د حکومت د ننه د حکومت د کمزورې کولو هڅې کوي تر څو د سولې بهیر له خنډ سره مخامخ شي.

ښاغلي حکمتیار وړاندې وویل:«هغه څوک چې د جګړې لاره خپله وي ظالم دی، لاره یې باطله ده او موخې یې هم غیرانساني او شیطاني دي.»

په همدې حال کې د یاد ګوند یو شمېر غړي چې ډېر کلونه یې د خلکو له سترګو لیري تېر کړي، له لوګر څخه راغلي او له حکومت سره د حکمتیار سولې هرکلی کوي، خو له ده څخه غوښتنې هم لري.

د لوګر ولایتي شورا غړی، ګلزار سنګروال وايي:«د لغمان هر کس ستا عسکر دی ستا بې معاشه او افتخاري عسکر.»

همداراز د حزب اسلامي بل غړی، محمد حسن زیاتوي:«زموږ له مشرانو څخه زموږ هیله دا ده چې د حزب اسلامي د غړو په خلاصون کې اقدام وکړي. په لوګر کې څلور زره وسله‎وال ستاسو تر فرمان لاندې دي.»

په دې غونډه کې هغه ماشوم چې په دې وروستیو کې د ټولو پر ژبو دی، سباوون ننګرهاری راځي. هغه وايي:«ښاغلي حکمتیار د سولې په برخه کې ستر ګام پورته کړی ترڅو زموږ نوی نسل وژغورل شي.»

ښاغلی حکمتیار د یو شمېر سیاستوالو پر سیاستونو چې په خپله هم حکومت کې دي او پر حکومت نیوکې کوي، داسې غبرګون څرګندوي:«اوس دغه نظام د هغو کسانو له خوا ګواښل کېږي او هڅه کېږي ترڅو کمزوری او ناتوانه شي چې په دغه نظام کې شریک دي. کله ائتلاف جوړوي، کله لاریون کوي او کله هم په واټونو کې خېمې دروي.»

ښاغلی حکمتیار له نورو سیاسي ګوندونو غوښتنه کوي تر څو خپل پوځي تشکیل له منځه یوسي.

دی په دې اړه وايي:«په حکومت کې شامل ګوندونه، خپلواکه پوځي تشکیلات لري.هغه پوځي تشکیلات، چې پر ځای یې خپلواک حکومتونه لري.»

د حکومت او ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې هوکړې له مخې، دی باید خپلې وسلې دولت ته وسپاري، خو ویل کېږي چې تر اوسه هم د یاد ګوند یو شمېر غړي وسلې لري.

شریک یي کړئ