Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکمتیار: رڼې ټاکنې د افغانستان د ستونزو یوازینۍ حل لاره ده

د حزب اسلامي ګوند مشر او ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند ګلبدین حکمتیار وايي چې د رڼو ټاکنو ترسراوی د تاوتریخوالي د پای او د افغانستان د کړکېچ د یوازینۍ حل لاره ده.

ښاغلي حکمتیار چې نن له غرمې وروسته (جمعه د زمري په ۴مه) کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو یې ټینګار وکړ او وې ویل چې بهرني هېوادونه باید افغانستان ته د یوه خپلواک هېواد په توګه ورته درناوی وکړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو دا نوماند، هم‎مهاله د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو، او ولسوالیو شوراګانو او د غزني ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو په ترسراوي ټینګار کوي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنېو د روان کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي او همدارنګه تر راتلوونکو څو ورځو ټاکنیزې منډې ترړې هم پيل شي.

خو ښاغلی حکمتیار وايي چې ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندان په خپل منځ کې یوې اجماع ته نه دي رسېدلي.

د حزب اسلامي مشر د خپلې وینا په بله برخه کې د سولې هڅو ته نغوته وکړه او وې ویل چې د هغه ګوند له دغو هڅو ملاتړ کوي. هغه له خپلو پلویانو وغوښتل چې سره یو موټی شي او په افغانستان کې د بهرنیو د شتون لپاره پلمه پاتې نه‎شي.

ګلبدین حکمتیار وايي چې د سولې په خبرو اترو کې باید د طالبانو مشروع غوښتنې په پام کې ونیول شي څو د سولې هوکړه ترلاسه شي.

ښاغلي حکمتیار د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون وښود.

حکمتیار وویل که‎چېرې ټرمپ غواړي ځواک وازمايي باید د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین چې یو له اصلي سیالانو څخه یې دی وازمايي د افغانستان پر بې ګناه خلکو.

هغه زیاته کړه چې افغانستان «په بشپړه توګه» ښکېلاک شوی او حکومت په دې برخه کې په خپلواکه توګه پرېکړه نه شي کولای. 

شریک یي کړئ