حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو اترو په موخه د مصالحې د مشرۍ شورا او همداراز د مرکچي پلاوي نوملړ وړاندې کړ.
د مصالحې د مشرۍ شورا نوملړ کې ۳۷ او همداراز د خبرو اترو لپاره نوملړ کې ۲۲ کسان شامل دي.
ولسمشر غني نن(یکشنبې د وري په ۱۸مه نېټه) د سولې خبرو اترو په موخه د مصالحې مشرۍ شورا ناستې ته وینا کړه.
ښاغلی غني یاده شورا ټول شموله بولي.
دی وايي:«د نن ورځې جلسه د روغې جوړې یا مصالحې د عالي شورا د رهبرۍ لومړۍ جلسه ده. دغې شورا کې محترم سیاسي او جهادي رهبران، علمای کرام، ځوانان، مدنې ټولنې، د ښځو استازي، د خصوصي سکتور استازي، د قضایه قوې محترم استازي، دغه راز د مقننه قوې رئیسان او دا ټول حاضرو مشرانو سره مو وروسته له ډېرو سلا مشورو دا شورا تشکیل کړې ده. »
ولسمشر همداراز څرګندوي چې یاده شورا د دوو میاشتو هلو ځلو وروسته رامنځته شوې ده او موخه یې د افغان وژنې ته د پای ټکي اېښودل هم همداراز هېواد کې د وینو تویولو مخنیوی دی.
ښاغلی غني وايي مرکچي پلاوي کې باید د هغو کسانو له ټاکلو ډډه وشي چې د تېرو اتلسو کلنو د لاسته راوړنو پر ضد یې څرګندونې درلودې.
دی په دې اړه وايي:«طبعا، په دغه ناسته کې د ټولو مشرانو خوښه ده چې په کوم ډول او په کومو معیارونو د مذاکراتي ټیم لپاره غړي ټاکي، خو هغه معیارات چې په تېرو میاشتو کې افغان ولس راسره په مشورو کې شریک کړي دي، هغه ته باید جدي توجه وشي. مثلا، د هغه افرادو له ټاکلو څخه دې ډډه وشي چې په واضح ډول د تېرو اتلسو کالو د لاسته راوړنو په ضد غږیږي، د نظام په ضد غږیږي او د ولسواکۍ پروسې په ضد غږیږي.»
په همدې حال کې یو شمېر سرچینې وايي چې حکومت د قطر په راتلونکې ناسته کې د خبرو اترو په موخه خپل استازي لیږي.
د مصالحې د مشرۍ شورا نوملړ ۳۷ کسیزه او د خبرو اترو لپاره ۲۲ کسیزه نوملړ تر اوسه د ګوندونو لخوا نه دی تایید شوی.
په دې اړه مو اندونه