Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکومت د ماشومانو د حقونو د ملاتړ قانون معرفي کړ

د ماشومانو د حقونو د ملاتړ قانون نن یکشنبه (د غوايي په ۱۵مه) د ولسمشر اشرف غني د دویم مرستیال سرور دانش له لوري معرفي شو.

د وګړیتوب حق، د پېژاند او نسب حق، د زېږون د نېټې ثبت حق، د مور له شېدو سره د تغذیې حق، له ماشومانو څخه د ګټې اخیستو مخنیوی، د ماشومانو د ځورونې مخنیوی، د دیني او مذهبي لږکیو د ماشومانو د حقونو لرل، چوپړتیاو ته د لاسرسي حق، له قرباني ماشومانو ملاتړ، د ښوونې او روزنې زمینې برابرول هغه برخې دي چې دغه قانون جوړوي.

دغه قانون چې شپاړس فصلونه او ۱۰۸ مادې لري د ولسمشر په تقنیني فرمان سره اجرايي شوی، هغه هم په داسې وضعیت کې چې د حکومت د شمېرو له مخې ۴۴ سلنه ماشومان ښوونځي ته له تلو بې برخې دي، د ولسمشر دویم مرستیال وايي په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې هېواد کې په هرو درېیو ساعتونو کې یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکاوه او ۲۰۱۸ز کال بیا د افغان ماشومانو لپاره تر پخوا خونړی کال و.

په دغه قانون کې له ماشومانو د ملاتړ حقوقي چوکاټ برابر شوی، د دې قانون پر بنسټ هغه کسان چې د اتلس کلنۍ عمر یې نه وي پوره کړی ماشوم بلل کېږي.

دا قانون د سن د ټاکلو د څرنګوالي او د ماشوم د تعریف پر سر اختلاف له امله څه باندې دوه کاله په ملي شورا کې پاتې شو خو کومه پایله یې نه لرله.

د ولسمشر دویم مرستیال وايي چې افغانستان د هغو هېوادونو په لومړي سر کې ځای لري چې ماشومان په هغه کې د جګړې قرباني دي. هغه زیاتوي چې طالبانو باید له دې ډېر نور جګړې ته دوام ور نه کړي.

دم‎ګړۍ هېواد کې څه باندې درې مېلیونه او اته سوه زره ماشومان مرستې ته اړتیا لري.

په افغانستان کې دا قانون د ماشومانو د حقونو لپاره د ملګروملتو سازمان له کنوانسیونه دېرش کاله وروسته جوړ شوی دی. د ملګروملتو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندوق مسوولین وايي په افغانستان کې ماشومان ستونزمن وضعیت لري. 

دغه قانون چې شپاړس فصلونه او ۱۰۸ مادې لري د ولسمشر په تقنیني فرمان سره اجرايي شوی، هغه هم په داسې وضعیت کې چې د حکومت د شمېرو له مخې ۴۴ سلنه ماشومان ښوونځي ته له تلو بې برخې دي.

شریک یي کړئ