Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکومت د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جنش وځنډوه

کابل کې د واده پر مراسمو د خونړیو بریدونو په لړ کې، حکومت د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جنش لمانځنه چې له یوې میاشتې راهیسې یې ورته چمتووالی نیولی و، وځنډوه.

ولسمشر غني، وایي چې دا پرېکړه یې په یوې امنیتي غونډه کې د امنیتي بنسټونو او ځینو نورو حکومتي چارواکو سره نیولې ده.

کابل کې د شنبې پر شپه د یوه واده پر مراسمو کې ځانمرګي برید، د ۶۳ تنو ژوند واخیست او ۱۸۲تنه نور یې ټپيان کړل.

ټاکل شوې وه چې سبا (دوشنبې د زمري په ۲۸مه) د هېواد د خپلواکۍ سلمه کلیزه په کابل او نورو ولایتونو کې په ځانګړې توګه ولمانځل شي.

حکومت له میاشتو راهیسې د دغې ورځې د لمانځلو لپاره چمتووالی نیولی و او همدارنګه ټاکل شوې وه چې د دارالامان ماڼۍ چې بیارغول شوې هم پرانیستل شي.

که‎څه هم مالومه نه ده چې د هېواد د خپلواکۍ سلمه کلیزه به څه وخت ولمانځل شي، خو ولسمشر د دغو مراسمو د جوړولو ځانګړي کمېسیون ته لارښونه کړې څو د جشن په پروګرامونو کې بدلون راولي.

شریک یي کړئ