Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکومت راتلونکې اوونۍ ولسي جرګې ته ۱۰ نوماند وزیران معرفي کوي

حکومت ډاډ ورکوي چې راتلونکې اوونۍ به  څه باندې لس نوماند وزیران د باور رایو اخیستو لپاره ولسي جرګي ته وروپېژني.

د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وايي چې د وازرتونو د څوکیو لپاره نوې څېرې په کوته شوې دي.

ټاکل شوې وه چې دغه نوماند وزیران، ډېر مخکې ولسي جرګې ورپېژندل شوي وای، خو د ناڅرګنده دلیل له امله حکومت تراوسه خپله کابینه بشپړه کړې نه ده او کابو نیمه یې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

ښاغلي فیصل په دې اړه وویل:«د کابینې بشپړېدل حکومت ته د یوه لومړيتوب په توګه مطرح دی. نوماند وزیران په خیر معرفي شوي، راتلونکې اوونۍ پارلمان ته درومي ترڅو د مجلس د تأیید رایه خپله کړي.»

خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي د ملي یووالي حکومت مشرانو د بهرنیو چارو او پوهنې د نوماند وزیرانو پر سر د اختلافاتو د دوام له امله تراوسه دغو وزارتونو ته نوماندان نه دي معرفي کړي.

دوي زیاتوي د ملي یووالي حکومت مشران، لږ د ملي ګټو او ډېر د شخصي ګټو په اړه فکر کوي.

د ولسي جرګې غړي صادقي زاده نیلي څرګنده کړه:«له بده مرغه دلته خلک چورلیز نه دي!محور تل معاملې او راکړه ورکړه ده او همدارنګه شخصي او اړخیزې ګټې دي او لکه چې ګټې شخصي او کسیزې وي نو دا د حکومت او مشرانو کمزورتیا ښيي.»

په داسې حال کې چې حکومت د بهرنیو چارو، پوهنې او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو د برخلیک په اړه جزئیات نه ورکوي خو د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې ولسمشر دوی ته ویلي د دغو وزارتونو ستونزې ته به پام وکړي.

د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي په دې اړه وویل:«په خپله یې په خوله نه راوړي، خو تحلیل یې دا دی چې ډېره ستونزه د بهرنیو چارو او پوهې پر وزارتونو ده چې ولسمشر په خپلې لیدنه کې موږ ته وویل چې هغه ستونزه مې حل کړې ده او په همدې نوې اوونۍ کې زه کابینه بشپړه معرفي کوم.»

اوس د حکومت له نیمايي زیات وزارتونه د سرپرستانو لخوا اداره کېږي او ټاکل شوې په راتلونکې اوونۍ کې له ۱۰ زیات نوماند وزیران د باور رایې د اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي خو روښانه نه ده چې د بهرنیو چارو، پوهنې او اطلاعاتو او کلتور نوماند وزیران به څه وخت معرفي کېږي.

شریک یي کړئ